د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو باندې اندېښنه ښودلې او دا اقدام یې د نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.
د سوریې نوي دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ، جنوري ۱۹ (مرغومي ۳۰) وویل دا به سمه نه وي چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن کردي جنګیالي چې د هیواد په شمال ختیځ کې میشت دي د سوریې په پراخه متحدو وسله والو ځواکونو کې ځان ته پوځي بلاک ولري.
له هغه وروسته چې د اسرائیل کابینې له حماس سره د اوربند تړون تائید کړ، د دواړو خواو ترمنځ نن یکشنبه جنوري ۱۹ (مرغومې۲۹) اوربند پیل شو. د اسرائيل ۲۴ وزیرانو د اوربند په ملاتړاو اتو یې په مخالفت کې رایې ورکړې.
د ایران پوځ شنبه جنوري ۱۸ ( مرغومي ۲۹) د ځمکې لاندې د بحري ځواکونو د توغندیو اډه پداسې حال کې په ډاګه کړله چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته په متحده ایالاتو کې ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د جمهوري ریاست دوره پیل کړي.
د خیبر پښتونخوا د سیاحتي سیمې سوات په کبل کې زرګونه کسانو د جمعې په ورځ، جنوري۱۷ (مرغومي ۲۸) په خپله سیمه کې د پوځي چاوڼۍ او نورو پوځي تاسیساتو د جوړولو پرضد احتجاجي لاریون وکړ.
د خيبر پښتونخوا په ولسوالۍ کورمه کې د مال وړونکيو لاريو پر کاروان تر بريد وروسته هلته میشت شیعه اوسیدونکو له حکومت څخه په سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.
د لویدیځې افریقا په اوبو کې د کډوالو یوې کښتۍ چپه کیدو په پیښې کې چې د هسپانیې کنري ټاپوګانو ته روانه وه، ۵۰ تنه ډوب شوي او ګمان کیږي چې څه باندې ۴۰ به یې پاکستاني اتباع وي.
مسکو د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۷ (مرغومي ۲۸) وویل چې دوو نژدې متحدینو روسیې او ایران ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو ۲۰ کلن تړون د لاسلیک پر اساس خپلې پوځي همکارۍ لا پیاوړې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو این ایچ سي ار) وايي چې له اسلام اباد څخه د افغانانو د ایستلو د پلان له مخې، پاکستان په لسګونو داسې کسان هم شړلي چې ددغې ادارې لخوا اسناد ورکړل شوي وو.
د پاکستان یوې محکمې ددغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د رشوت په یوه قضیه کې پړه وګڼل او خان یې په ۱۴ کاله بند محکوم کړ.
پاکستاني پولیس وايي کرمې ته په روان د موټرو کاروان باندې په برید کې د مړو شمېر ۱۰ ته رسېدلی او لږ تر لږه شپږ موټر چلوونکي تښتول شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو د بهیر په دوام باندې اندیښنه ښودلې او ددغه بهیر د بندیدو او هم په دغه ښار کې د افغانانو د اوسیدلو د اجازې د اخستلو لپاره د اضافي اسنادو د نوې پالیسۍ د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
نور پورته کول