د بې پولې خبریالانو سازمان په پاکستان کې د پولیسو له خوا په خپل سر د افغان خبریالانو د نیولو او ځورولو پر اقدامانو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې له ۱۰۰ څخه زیات افغان خبریالان له دغه هیواد څخه د جبري ایستلو د ګواښ سره مخ دي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغه درېیم) د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په تیلیفون کې خبرې وکړې او سپینې ماڼۍ ته یې د هغه د بیا ستنېدو له کبله مبارکي ورکړه.
په کورمه کې د مال لېږدوونکو موټرو قافله د جنورۍ په ۲۲مه له ټل څخه د ضلعې مرکزي ښار پاړه چینار ته رسېدلې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي دي چې ځینې ګوندونه د خیبر جرګې له پرېکړو پرشا شوي دي.
د پاکستان د سیند په ایالت کې د افغانستان قونسلګري چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تیرو دوو کلنو کې ددغې قونسلګرۍ د هڅو په لړ کې ددغه ایالت له زندانونونو څخه له څلور زرو څخه زیات افغان کډوال چې د پولیسو له خوا نیول شوي او په زندانونو کې اچول شوي وو خوشې کړي دي.
د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې په تیرو نهو میاشتو کې له پاکستان څخه د چمن – سپین بولدک له لارې د افغان کډوالو څه باندې ۵۸۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې له ۳۰۰ زرو څخه زیات دې افغانستان ته ستنې شوي دي.
په خيبرپښتونخوا کې ناامنۍ د کورمې په بګن سیمه کې پوځي عمليات د جنورۍ پر ۲۱مه (سلواغې دوهمه) هم روان ول.
د اسرائیل د پوځ مشر هرتزي هالوي د حماس د اکتوبر اوومې د برید په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله له خپلې دندې استعفا اعلان کړه.
د اسرائیل پوځ وايي د اشغال شوې لویدیځې غاړې په جینین کې یې عملیات پیل کړي چې ددغه هېواد صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې موخه په سیمه کې د "ترهګرۍ له منځه وړل" بللې ده.
اروپايي اتحادیې نن د لبنان د وسله والو ځواکونو سره د ۶۲ میلیون ډالرو مرسته په داسې حال کې اعلان کړه چې دغه بحران ځپلی هېواد د اسرائیل او حزب الله ډلې ترمنځ د اوربند پلي کولو هڅه کوي.
د خیبر پښتونخوا په کورمه کې ځايي خلک وايي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹ (مرغومي ۳۰) د عملیاتو پر مهال په کورمه کې ځینې سیمې په خپله ولکه کې اخیستې دي.
د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د امریکا حکومت د کال میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکوي.
نور پورته کول