له تاجیکستان څخه په تیره میاشت کې د لسګونو افغانان خپل هېواد ته له لیږل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواد څخه غوښتي چې د افغان کډوالو شړل پای ته ورسوي.
په هند کې د څو پیړیو زوړ بابري جومات د ویجاړوونکو په پارولو تورنې مذهبي مشرې ته ددغه هېواد درېمه ترټولو ستره دولتي جایزه اعلان شوې ده. منتقدینو په دې کار نیوکه کړې ده.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکي وایي چې د تیلو د یو ټانکر د چاودنې له کبله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او له ۲۰ زیات ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې د افغان محصلینو لپاره د لوړه زده کړو د زرګونو بورسونو له اعلان وروسته یو شمېر افغان محصلانې وايي چې دا د دوی لپاره یو ښه فرصت دی او باید ترې استفاده وکړي.
په غزې کې د حماس او اسلامي جهاد ډلو د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغه اومه) د «غزې تصفیې» او مصر او اردن ته د فلسطینیانو د انتقال په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه تند غبرګون ښودلی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ یو پلاوي د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر کړی دی.
په پاکستان کې میشت افغان کډوال وایي، چې په دغه هېواد کې یې د ماشومانو لپاره زده کړه کول خورا ستونزمن کار دی، چې لوی علت یې بې وزلي او د دې ترڅنګ په دولتي ښوونځيو کې د ماشومانو د نوملیکنې ستونزې دي.
په پاکستان کې یوې محکمې شنبه جنوري ۲۵ ( سلواغې شپږمه) څلور تنه په اعدام محکوم کړل چې تورن دي په ټولنیزو شبکو کې یې د اسلامي اشخاصو او قرانکریم په هکله د سپکاوي لیکنې کړیدي.
د خیبر پښتونخوا په مخکینۍ قبايلي سيمو کې سوداګر او کاروباریان وايي چې په ٢٠٠٨ کال کې د پاکستان د پوځي عملياتو له پيلېدو راهیسې د دوی په زرګونه هټۍ او مارکېټونه وران شوي او د دغو سیمو زیات شمېر سوداګر پنجاب ایالت او د هېواد نورو برخو ته کډه شوي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې، د غار دننه له یو موزیم څخه د اسلام د مقدس کتاب قرآن کریم تر ۱۰۰ زیاتې نایابه نسخې غلا شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې د تیر ۲۰۲۴ کال په وروستیو دریو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ۹۸۳ زره او ۵۵ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي او په همدې موده کې ۷۴۰ زره او ۳۵۶ تنه نور له دغه هیواد څخه دغو دوو هیوادونو ته کډه شوي دي.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې ددغه هیواد له خوا افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو د ازموینې د نیټې نږدې کیدو سره مهمهاله په زرګونو افغان نجونو په دغه ازموینه کې د ګډون لپاره او د بورسونو ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
نور پورته کول