د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکو د دوشنبې په ورځ، جنوري ۲۷ (سلواغې اتمه) وویل چې د تیلو د یو ټانکر د چاودنې او اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او له ۲۰ زیات ژوبل شوي دي.
پېښه ددغه ایالت په ختیځ ښار ملتان کې شوې او د پېښې د ځای شاوخوا دوکانونه او کورونه ویجاړ شوي دي.
د ژغورنې د ډلې یو چارواکي محمد بلال اسوشیتد پرس ته وویل چې زیاتره مرګ ژوبله د اور لګېدنې او د کورونو د بامونو د نړېدلو له کبله رامنځته شوې ده.
دغه چارواکي وویل چې د اور وژنې مسئولینو اور قابو کړی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي ترڅو له ټانکر څخه د تیلو د بهېدو او ورپسې د چاودنې رامنځته کېدو اصلي لامل معلوم کړي.
د تیرې اکتوبر په میاشتې کې د سند ایالت په مرکز کراچې ښار کې هوايي ډګر ته څېرمه د تیلو په یو ټانکر کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه دوه کسان مړه شول او ۱۰ نور ژوبل شول.
ایالتي چارواکو هغه مهال وویل چې چاودنه د بهرنیو اتباعو د موټرو کاروان ته نېږدې شوې ده او یو بهرنی وګړی هم په کې ټپي شوی دی.
د بلوڅو بیلتونپاله وسله والې ډلې د پیښې د مسئولیت ادعا وکړه او ویې ویل چې د یو موټر په واسطه چې چاودېدونکي مواد ورپورې نښلول شوي و، چینايي وګړي چې پکې اته انجینران شامل و، په نښه شوي دي.
د بلوڅو ازادي غوښتونکی پوځ تر ډېره په بلوچستان ایالت کې د چین منافع په نښه کوي. دغه ډلې په سند او پنجاب ایالتونو کې هم د بریدونو مسئولیت اخیستی دی.
د ملتان په ښار کې د تیلو د ټانکر د چاودنې په اړه سمدستي نور جزئیات ندي خپاره شوي.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس او اسوشتید پرس اژانسونو معلومات کارول شوي.
فورم \ دبحث خونه