د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په کراچۍ ښار کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۰ نور ټپیان کړي


د پاکستان د کراچۍ ښار هوايي‌ ډګر ته نېږدې د یکشنبې په شپه اکتوبر شپږمه (تلې ۱۵) شاوخوا ۱۱ بجې په یوې چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د پېښې په ځای کې د کراچۍ ښار د ختيځ زون د پوليسو مشر غلام اظفر مېهسر مطبوعاتو سره خبرو کې وويل: "د پېښې په ځای کې ډېر موټر اغېزمن شوي. تر اوسه دا څرګنده شوې نه ده چې په کوم موټر کې څه شوي دي خو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي".

د هغه په وینا په دې اړه چې په برید کې څوک په نښه شوي دي اوس کره معلومات نلري خو زیاته یې کړه: "ابتدايي معلومات دا دي چې د تېلو په یو ټانکر کې اور لګېدلی، څو نور موټر هم ورسره سوځېدلي دي چې له امله یې ډېر زیان اوښتی دی."

هغه وویل چې پولیسو د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د پاکستان جیونیوز تلویزیون د یو ایالتي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالی مشخص شوی نه دی. د دغه چارواکي په وینا چاودنه د بهرنیو اتباعو د موټرو کاروان ته نېږدې شوې ده او یو بهرنی وګړی هم په کې ټپي شوی دی.

د بلوڅو ازادي غوښتونکي پوځ خبریالانو ته په یو استول شوي برېښنالیک کې د دغه برید مسولیت منلی دی. دغې بیلتونپالې ډلې ویلي چې په دغه برید کې د یو موټر په واسطه چې چاودېدونکي مواد ورپورې نښلول شوي و چینايي وګړي چې په کې اته انجینران شامل دي په نښه شوي دي.

د بلوڅو ازادي غوښتونکی پوځ یوه بیلتونپاله ډله ده چې د پاکستان کې په جنوب لودیځ کې د بلوچستان ایالت د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.

دا ایالت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري. دغې ډلې د روان عیسوي کال په اګست میاشت کې په بلوچستان ایالت کې څو بریدونه وکړل چې په کې له ۷۰ زیات کسان ووژل شول.

د بلوڅو ازادي غوښتونکی پوځ تر ډېره په بلوچستان ایالت کې د چین منافع په نښه کوي او دغه راز په کراچۍ ښار کې چې د ګوادر ستراتیژیک بندر پکې موقعیت لري‌ هم بریدونه کوي.

بلوچستان د طبیعي زیرمو له پلوه یو بډایه ایالت دی او د بلوڅو بیلتونپالو ډلو تل په دغه ایالت کې د پاکستان پر امنیتي‌ ځواکونو مرګوني بریدونه کړي. دغه ډلې د پاکستان له مرکزي حکومت څخه د بلوچستان د بیلولو لپاره هم مبارزه کوي.

بلوڅ ازادي‌ غوښتونکي پر چین تور لګوي چې د پاکستان د حکومت په همکارۍ د بلوچستان له طبیعي زیرمو څخه ناجایزه استفاده کوي او له همدې امله په پاکستان کې پر چینايي وګړو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. دغې ډلې له دې وړاندې په کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ هم برید کړی و.

د امنیت او شخړو د مطالعاتو انستیتیوت د معلوماتو په اساس تېر کال تندلارو په بلوچستان ایالت کې ۱۷۰ بریدونه کړي دي چې له کبله یې ۱۱۴ پاکستاني‌ امنیتي ځواکونه او ۱۵۱ غیرنظامیان وژل شوي دي.

د دې راپور ځینې برخې له رویټرز او فرانسې خبري اژانس څخه اخیستل شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG