د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان حکومت په پي ټي ام بندیز ولګوه- پاکستانۍ رسنۍ


پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د امنیتي ګواښونو له کبله په پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) بندیز ولګوه.

د راپورونو په حواله د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې پي ټي ام په پاکستان کې «د دولت ضد په څرګندونو او ګډوډۍ» په پارولو کې دخېل دی او پرېکړه یې د «منل شویو اسنادو» په اساس کړې ده.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې دغه غورځنګ د اکتوبر په ۱۱مه په خیبرپښتونخوا کې د «قامي عدالت» په نوم د لویې جرګې په تیاریو بوخت دی.

د پي ټي ‌ام غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان حکومت د دغې پرېکړې په اړه لا څه نه دي ویلي خو تېره ورځ یې په خپلې ټولنیزې شبکې ایکس کې یې په هکله غبرګونونه خپاره کړي وو.

نوموړي د پاکستان حکومت د اقداماتو او د جرګې د ۲۰۰ تنظیموونکو د نیول کېدو په اړه په خپل ایکس حساب کې لیکلي وو.

پښتین لیکلي وو: «د پښتنو د جرګې په ضد د حکومت د جبر او بربریت لړۍ روانه ده او له خیبرپښتونخوا څخه نیولې د بلوچستان د پښتنو تر سیمو پورې غځېدلې ده.»

په افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم په مشخص ډول د پاکستان د دغه اقدام او پي ټي ام په اړه څه نه دي‌ ویلي،‌ خو ویلي دي چې «د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينگلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسیدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز » لرلای شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ « د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لار مذاکره او تفاهم» دی.

د رسنیو د راپورونو په اساس، تر دې مخکې منظور پښتین ویلي وو چې حکومت په دغې قومي جرګې کې، چې د پښتنو د یوالي لپاره کېږي، مرسته کوي.

د پاکستان د دی نیوز رسنۍ تېره اونۍ د منظور پښتین په حواله لیکلي‌ وو چې د پښتنو بېلابېل قومونه به خپلې کېږدۍ دروي او هره ډله به دغې جرګې ته خپل استازي ټاکي او دغه استازي به وروستۍ پرېکړه کوي.

څو میاشتې مخکې د یوې ډلې کسانو له لوري په اسلام اباد کې د پي ټي ام د مشهور غړي ګیله من وزیر له وژل کېدو وروسته، دغه غورځنګ د «قامي عدالت» په نوم د جرګې جوړولو اعلان وکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ټي ام باندې یې د ترهګرۍ سره د ۱۹۹۷ کال د مبارزې د قانون د ۱۱مې په اساس بندیز لګولی دی.

د راپورونو په اساس، د ۲۰۱۴ کال د مۍ په میاشت کې محصلینو د پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ کړ او په وزیرستان او دیره اسماعیل خان کې د ماینونو د پاکولو له غوښتنې سره خپل فعالیت پیل کړ.

خو د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان په کراچۍ کې د پولیسو د یو مشر له لوري د یو پښتون ځوان نقیب الله محسود له وژل کېدو وروسته، پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو د مدافع په توګه رادبره شو.

په دغه راپور کې د دی نیوز او آی ار وای له راپورونو څخه استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG