پاکستان د نویو پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي چې ټاکل شوې په شمال لویدیځ کې به اورپکي په نښه کړي، خو د سیمې اوسیدونکي پښتانه وايي دوی لاهم په سیمه کې د پوځ د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو د پراخو عملیاتو حساب کتاب غواړي.
د پاکستان د ملي امنیت کمېټې چې لوړپوړي ملکي او پوځي مشران پکې شامل دي، د روانې میاشتې په لومړیو کې د پوځي عملیاتو د ترسره کیدو اعلان وکړ، خو دې کمیټې ندي ویلي چې دغه عملیات به کله پیل شي.
دې کمیټې ویلي چې د سخت دریځو وسله والو په ضد دا عملیات به په ټول هیواد کې ترسره شي چې د پاکستاني طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو لخوا په امنیتي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي مخنیوی وشي.
د پاکستان حکومت ویلي چې پخواني عملیات د ترهګریزو بریدونو د کمیدو لامل شوي دي، خو د پښتنو د مدني ټولنې غړي او د سولې فعالان وايي چې په عملیاتو کې ډیرو بې ګناه خلکو ته زیان رسیدلی دی.
د سویلي وزيرستان انتخابي استازي علي وزیر، د اپریل په اوومه د پاکستان پارلمان ته وويل: "جنرالان او هغه کسان چې سيمې ته د وسله والو [اورپکو] په بیا راستنولو کې لاس لري، نه دي نيول شوي او ورسره حساب کتاب ندی شوی... موږ به د هر ډول [نويو] عملياتو مخالفت وکړو."
د بشري حقونو فعالان وايي، د دوی په سیمه کې د پوځ په مشرۍ پخوانیو عملیاتو کې لسګونه زره کسان ووژل شول، په میلیونو خلک بې کوره شول، ښارونه او بازارونه یې ویجاړ کړل، او د دې لامل شو چې یو سخت امنیتي قانون رامنځته شي چې وسله والو ځواکونو ته یې د قبایلي سیمو په ګډون چې پخوا د فدرالي ادارې له خوا اداره کیدې د خېبرپښتونخوا په ټوله صوبه کې پراخ واک ورکړ.
علي وزیر په پاکستان کې له محاکمې پرته وژنو، جبري ورکیدلو، غیر قانوني توقیفونو، ځمکنیو ماینونو او په پښتون میشتو سیمو کې د طالبانو تر سیوري لاندې واکمنۍ سره مخالفت ښودلی دی. هغه په پارلمان کې د خپلې ۶۰ میاشتنۍ دورې نیمایي موده په زندان کې تیره کړه چې د پاکستان له پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د مخالفت په تور نیول شوی و.
د دې میاشتې په پیل کې، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د نویو عملیاتو سره د علي وزیر مخالفت ته په ځواب کې وویل چې هغه به د عملیاتو په اړه د ځایي خلکو د ویرې د کمولو لپاره کار وکړي.
شهباز شریف د ولسي جرګې په تالار کې وویل: "زه غواړم د وزیرستان غړو ته ووایم چې د دوی اندیښنې به واوریدل شي او ځواب به ورکړل شي."
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف هم د وزیرستان د غړو د دریځ ملاتړ وکړ او ولسي جرګې ته یې وویل چې "دوی [پارلمان] په حقه دي چې وايي له هغو کسانو [چې د طالبانو سره په خبرو کې ښکیل وو] سره دې حساب وشي."
پدې ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) مشران او فعالان، چې یو غیر متشدد قومي سازمان دی، د پوځ د عملیاتو د لړۍ په اړه جدي پوښتنې لري. دوی د نويو عملیاتو د اعلان په انګیزه او وخت شکمن دي، کوم چې ښایي د انتخاباتو د ترسره کیدو په کال کې وشي او دا له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته د پاکستان د پوځ لومړی یرغل دی.
په واشنګټن ډي سي کې میشت د منځني ختیځ د انستیتوت د سیمې څیړونکی مارون وینبام، پدې هکله وایي، "زه ډیر شکمن یم چې د ۲۰۱۴ کال د کمپاین په څیر به کوم څه وي چې دوی [اورپکي] یې له شمالي او جنوبي وزیرستان څخه ایستلي وو. زه په دې اړه شکمن یم ځکه چې په قبایلي سیمو کې داسې حس کیږي چې په تیرو عملیاتو کې ډیر زیانمن شوي دي. په زرګونو کسان له خپلو کورونو څخه بې ځایه او کډوال شول."
نور فعالان بیا له دې هم جدي وایي چې په فعاله توګه به د پوځي کمپاین مخالفت وکړي. د جنوبي وزیرستان لیکوال او ټولنیز فعال شهریار محسود د امریکا غږ ډیوه راډیو سره 'تويټر سپیس' په خبرو کې وویل، "مونږ په خپله سیمه کې د یوې بلې جګړې په ضد متحد یو. پوځ ښایي پر مونږ فشار راوړي چې بیا خپل کورونه پریږدو، خو مونږ به په خپله خوښه له خپلو کورونه څخه ونه وځو."
له بلې خوا شنونکي وایي دا عملیات به د حکومت لپاره چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره تر فشار لاندې دی د یوې پلمې په توګه هم کارول شي تر څو ولایتي ټاکنې چې په راتلونکې میاشت کې پلان شوي وځنډوي.
پاکستان د خپل پور د ادا کولو له خطر سره هم مخ دی، د پیسو نړیوال صندوق ته د تادیاتو پروګرام له نومبر میاشتې راهیسې په ټپه درېدلی، په داسې حال کې چې د حکومت او پخواني صدراعظم عمران خان ترمنځ سخته سیاسي جګړه روانه ده.
پاکستان وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل، چې په دې هېواد میلیاردونه ډالر لګښت راغی او په پایله کې یې تر یو میلیون ډېر خلک بې کوره شول او په سلګونو ووژل شول.
پاکستان چې د اټومي وسلو لرونکی هېواد دی او ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، په وروستیو څو میاشتو کې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې سره د تیر کال د خبرو اترو د ناکامیدو را وروسته پدې هیواد کې د اسلامپالو وسله والو له خوا بریدونو زور اخیستی.
په روان کال کې پاکستاني طالبانو او د هغه څخه جلا شوې یوې ډلې د پیښور په ښار کې په پولیسو مرکز ته څیرمه په یو جومات کې د ځانمرګي برید په کولو سره څه د پاسه ۱۰۰ پولیس ووژل.