د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د امریکا حکومت د کال میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکوي.
د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې سره هم مهاله ایران ویلي چې تمه لري د هغه په مشرۍ د امریکا حکومت یوه "ریښتینې" تګلاره غوره کړي او د سیمې د هېوادونو ګټو ته "احترام" وکړي.
د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په بګن سیمه کې پر مال لېږدونکي کاروان تر وسله وال برید وروسته په دغه ولسوالۍ کې پوځي عملیات شوي دي.
طالب مقامات وايي چې له ایران څخه یې غوښتي چې په دې هېواد کې د ټولو افغان زندانیانو په ځانګړې توګه د هغو افغانانو د نومونو لیست ورسره شریک کړي چې د اعدام په سزا محکوم شوي دي.
د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو باندې اندېښنه ښودلې او دا اقدام یې د نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.
د سوریې نوي دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ، جنوري ۱۹ (مرغومي ۳۰) وویل دا به سمه نه وي چې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن کردي جنګیالي چې د هیواد په شمال ختیځ کې میشت دي د سوریې په پراخه متحدو وسله والو ځواکونو کې ځان ته پوځي بلاک ولري.
له هغه وروسته چې د اسرائیل کابینې له حماس سره د اوربند تړون تائید کړ، د دواړو خواو ترمنځ نن یکشنبه جنوري ۱۹ (مرغومې۲۹) اوربند پیل شو. د اسرائيل ۲۴ وزیرانو د اوربند په ملاتړاو اتو یې په مخالفت کې رایې ورکړې.
د ایران پوځ شنبه جنوري ۱۸ ( مرغومي ۲۹) د ځمکې لاندې د بحري ځواکونو د توغندیو اډه پداسې حال کې په ډاګه کړله چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته په متحده ایالاتو کې ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د جمهوري ریاست دوره پیل کړي.
د خیبر پښتونخوا د سیاحتي سیمې سوات په کبل کې زرګونه کسانو د جمعې په ورځ، جنوري۱۷ (مرغومي ۲۸) په خپله سیمه کې د پوځي چاوڼۍ او نورو پوځي تاسیساتو د جوړولو پرضد احتجاجي لاریون وکړ.
د خيبر پښتونخوا په ولسوالۍ کورمه کې د مال وړونکيو لاريو پر کاروان تر بريد وروسته هلته میشت شیعه اوسیدونکو له حکومت څخه په سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.
د لویدیځې افریقا په اوبو کې د کډوالو یوې کښتۍ چپه کیدو په پیښې کې چې د هسپانیې کنري ټاپوګانو ته روانه وه، ۵۰ تنه ډوب شوي او ګمان کیږي چې څه باندې ۴۰ به یې پاکستاني اتباع وي.
مسکو د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۷ (مرغومي ۲۸) وویل چې دوو نژدې متحدینو روسیې او ایران ژمنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو ۲۰ کلن تړون د لاسلیک پر اساس خپلې پوځي همکارۍ لا پیاوړې کړي.
نور پورته کول