د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۹۱ نورو افغان کډوالو د خوشې کیدو او افغانستان ته د ستنیدو خبر ورکړی دی.
افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد د طالبانو په ګډون یو شمیر هیوادونو ته چې په خپلو توقیف خونو کې امریکايي بندیان ساتې مشوره ورکړې چې د امریکا د حکومت سره د اړیکو د نوي باب د پرانیستلو لپاره دې امریکايي بندیان خوشې کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې (FAO) په افغانستان کې د پستې د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې د هڅو په اړه په یو راپور کې ویلي چې د یو شمیر نړیوالو ادارو په ملاتړ یې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د بادغیس په ولایت کې پر ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه باندې د پستې نوي نیالګې کښینولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي چې په افغانستان کې د اوبو په زیرمنو باندې د روانې وچکالۍ د اغیزو له امله اوبو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې او اوس مهال په دغه هیواد کې تر ۳۹ فیصدو پورې کورنۍ د څښلو د اوبو د کمښت سره مخ دي.
د ډله ییز امنیت د تړون سازمان عمومي منشي یمان قلي تاسماګامبتوف ویلي چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د امنیت ټینګیدل نه یوازې د دوشنبه لپاره مهم دي، بلکې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان غړو هیوادونو امنیت لپاره هم اهمیت لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د پوځ پر پاتې شویو پوځي وسایلو او تجهیزاتو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغو پوځي سامان الاتو شتون ددغه هیواد امنیت او خلکو لپاره یو جدي ګواښ دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان یو چارواکي د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغه لسمه) خبرداری ورکړ چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو مرستو بندېدل په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پروګرام له ګواښ سره مخامخ کوي.
افغانستان کې د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو پر وړاندې په چټک ډول د افغانۍ د ارزښت د کمیدو وروسته د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا دفتر یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې ددغه حکومت له خوا بهر ته د تګ راتګ پر مهال د ټاکل شوې اندازې پیسو څخه زیاتې پیسې انتقال نکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په افغانستان کې د بشري بحران زیاتیدو ته په کتنې اټکل کړی چې په دغه هیواد کې به په روان ۲۰۲۵ کال کې پر ځوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر ۳.۵ میلیونو کسانو ته لوړ شي.
د خوست په ولایت کې چارواکي وایي سه شنبه جنوري ۲۸ ( سلواغې نهمه) د دې ولایت د علیشیر په ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ لس غړي د شخصي شخړې له کبله وژل شویدي.
د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له کمېدلو وروسته د افغانستان په پایتخت کابل کې خلک د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي چې د تیر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې د دغه کال د ډسمبر تر میاشتې د افغانستان د دوو ګاونډیو ایران او پاکستان په ګډون ۱.۴ میلیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
نور پورته کول