د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده. دغه شنې قیمتي ډبرې د افغانستان د هغو کانونو برخه ده چې د طالبانو حکومت غواړي د مالي سرچینو په توګه ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د هغوی د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د نغدو مرستو برابرول مهم بولي او وايي چې په دغه هیواد کې ۸۹ فیصده کورنۍ د نورو بشري مرستو پرتله د نغدو پیسو په بڼه مرستې خوښوي.
د بیګم راډیو چې له کابل څخه یې خپرونې کولې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت ددغې راډیو خپرونې ځنډولي او د راډیو دوه کارکوونکي یې هم نیولي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې رئیس عبدالحق وثیق ته په یو لیک کې یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې حاکمو طالبانو د خپلو مشرانو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له کبله د دوی ترمنځ د ویش او جګړې رامنځته کېدو اندېښنې رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د پیښو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې د تیرکال په ترڅ کې په دغه هیواد کې ددغې ناروغۍ ۶۰۰۰ نوې پیښې ثبت شوي دي.
د طالبانو حکومت چین ته د بګرام د هوايي ډګر د سپارلو په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې چین سره د دغه هوايي ډګر د سپارلو په برخه کې هیڅ کوم تعامل نلري او دا هوايي ډګر ددغې ډلې له خوا اداره کیږي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او میندو پر نه لاس رسي باندې یو ځل بیا اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې خوندي او موثرو روغتیايي خدمتونو ته د میندو نه لاس رسی هغوی د مړینې او پر ناروغیو د اخته کیدو د ګواښ سره مخ کوي.
پاکستاني چارواکي وايي که د هغو افغانانو چې بل هېواد ته د تګ لپاره په پاکستان کې منتظر دي قضیې ژر حل نه شي، وبه شړل شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې پر خلکو د روانې وچکالۍ او د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه یو ځل بیا اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د وچکالۍ له امله ډیرو کورنیو خپلې مینې پريښي او بهرنیو هیوادونو په کډون یې نورو سیمو ته په ډله ییز ډول کډې کړي دي.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په روان لمریز کال کې د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو څخه د یو میلیارد او ۵۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي چې په افغاسنتان کې لا هم ماینونه او ناچاودې توکي د افغانانو ژوند ګواښوي او هره میاشت په دغه هیواد کې تر ۵۵ پورې کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودونو کې مړه او یا ټپیان کیږي.
نور پورته کول