د افغانستان د پخواني حکومت د بلک هاک هلیکوپترو د سپارلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته چې له ازبیکستان څخه متحده ایالاتو ته انتقال شوي، د طالبانو د دفاع وزارت د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي او باید بېرته افغانانو ته وسپارل شي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ نور افغان کډوال چې په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نلرلو له امله د پولیسو له خوا نیول شوي او د نیولو وروسته په توقیف خونو کې ساتل کیدل خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ لسم ( سلواغې ۲۲) به ددغې شورا غړي په یوه غونډه کې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د ډلې د ګواښونو په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد او پينډۍ کې افغان کډوال د پوليسو د ځورونو سربېره په اقتصادي توګه هم د ځپل کېدو شکایت کوي، که يوخوا هغوی له دې دواړو ښارونو شړل کېږي نو بل خوا پرې د کار او روزګار ورونه هم تړل کېږي.
په داسې حال کې چې افغان خبریالانو ملاتړ ادارې وايي چې طالبانو کابل کې بیګم راډیوخپرونو د ځنډولو ترڅنګ ځوانانو راډیو خپرونې چې دغې راډیو سره یې په یوه ودانۍ کې فعالیت کاوه هم ځنډولي، ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د رسنیو د کارکوونکو پر نیولو اندیښنه ښودلې ده او د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
په ترکیې کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ فبروري شپږمه (سلواغه۱۸) اعلان وکړ، چې د ترکیې د چارواکو د پرېکړې په اساس په انقرې کې یې خپل فعالیت بند کړ.
طالبان د کابل - سرینا هوټل د مدیریت چارې پداسې حال کې یو جرمني شرکت ته سپاري چې دمخه دغه ډلې ویلي وو چې د دې هوټل د پر مخ وړلو چارې به د فبروري میاشتې تر لومړۍ نیټې وروسته یو دولتي شرکت ته وسپارل شي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې اود منځنۍ اسیا د هیوادونو ځانګړو استازو د تاجیکستان پایتخت دوشنبه کې په خپله شپږمه نوبتې غونډه کې د افغانستان په بشري، سیاسي، ټولنیزاو اقتصادي وضعیت خبرې کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سارمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو د نوي پلان په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده. دغه شنې قیمتي ډبرې د افغانستان د هغو کانونو برخه ده چې د طالبانو حکومت غواړي د مالي سرچینو په توګه ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د هغوی د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د نغدو مرستو برابرول مهم بولي او وايي چې په دغه هیواد کې ۸۹ فیصده کورنۍ د نورو بشري مرستو پرتله د نغدو پیسو په بڼه مرستې خوښوي.
د بیګم راډیو چې له کابل څخه یې خپرونې کولې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت ددغې راډیو خپرونې ځنډولي او د راډیو دوه کارکوونکي یې هم نیولي دي.
نور پورته کول