په داسې حال کې چې افغان خبریالانو ملاتړ ادارې وايي چې طالبانو کابل کې بیګم راډیوخپرونو د ځنډولو ترڅنګ ځوانانو راډیو خپرونې چې دغې راډیو سره یې په یوه ودانۍ کې فعالیت کاوه هم ځنډولي، ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د رسنیو د کارکوونکو پر نیولو اندیښنه ښودلې ده او د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
په ترکیې کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ فبروري شپږمه (سلواغه۱۸) اعلان وکړ، چې د ترکیې د چارواکو د پرېکړې په اساس په انقرې کې یې خپل فعالیت بند کړ.
طالبان د کابل - سرینا هوټل د مدیریت چارې پداسې حال کې یو جرمني شرکت ته سپاري چې دمخه دغه ډلې ویلي وو چې د دې هوټل د پر مخ وړلو چارې به د فبروري میاشتې تر لومړۍ نیټې وروسته یو دولتي شرکت ته وسپارل شي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې اود منځنۍ اسیا د هیوادونو ځانګړو استازو د تاجیکستان پایتخت دوشنبه کې په خپله شپږمه نوبتې غونډه کې د افغانستان په بشري، سیاسي، ټولنیزاو اقتصادي وضعیت خبرې کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سارمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اېستلو د نوي پلان په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ننګرهار په ګوشتې کې د نفرایټو د کان کیندنه روانه ده. دغه شنې قیمتي ډبرې د افغانستان د هغو کانونو برخه ده چې د طالبانو حکومت غواړي د مالي سرچینو په توګه ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د هغوی د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د نغدو مرستو برابرول مهم بولي او وايي چې په دغه هیواد کې ۸۹ فیصده کورنۍ د نورو بشري مرستو پرتله د نغدو پیسو په بڼه مرستې خوښوي.
د بیګم راډیو چې له کابل څخه یې خپرونې کولې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت ددغې راډیو خپرونې ځنډولي او د راډیو دوه کارکوونکي یې هم نیولي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې رئیس عبدالحق وثیق ته په یو لیک کې یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې حاکمو طالبانو د خپلو مشرانو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له کبله د دوی ترمنځ د ویش او جګړې رامنځته کېدو اندېښنې رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د پیښو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې د تیرکال په ترڅ کې په دغه هیواد کې ددغې ناروغۍ ۶۰۰۰ نوې پیښې ثبت شوي دي.
د طالبانو حکومت چین ته د بګرام د هوايي ډګر د سپارلو په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې چین سره د دغه هوايي ډګر د سپارلو په برخه کې هیڅ کوم تعامل نلري او دا هوايي ډګر ددغې ډلې له خوا اداره کیږي.
نور پورته کول