د ډله ییز امنیت د تړون سازمان عمومي منشي یمان قلي تاسماګامبتوف ویلي چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د امنیت ټینګیدل نه یوازې د دوشنبه لپاره مهم دي، بلکې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان غړو هیوادونو امنیت لپاره هم اهمیت لري.
د روسیې د تاس خبري اژانس د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۹ (سلواغې لسم) د تاجیکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان سره او د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د عمومي منشي یمان قلي تاسماګامبتوف ترمنځ د کتنې په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه سازمان له خوا د تاجیکستان د سرحد د ټینګیدو پر پنځه کلن پلان باندې کار پیل شوی دی.
د تاس د خبري اژانس د راپور له مخې د ډله ییز امنیت د تړون سازمان عمومي منشي یمان قلي تاسماګامبتوف تیره ورځ د تاجیکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان سره د کتنې وروسته ویلي: "د روان کال څخه عملي چاري پیلیږي. پروګرام د پنځه کلنو لپاره ترتیب شوی دی. لومړی کال د پاتې نورو کلنو لپاره د اړتیاو د کوټلو ځانګړتیاو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره لکه د وسلو او پوځي وسایلو چمتو کول چې د سرحد په اوږدو کې امنیت پیاوری کړي خورا مهم دی".
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د امنیت د ټینګیدو پنځه کلن پروګرام د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې د قزاقستان په پایتخت استانه کې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان په غونډه کې تائید شوی و.
دمخه د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان عمومي منشي یمان قلي تاسماګامبتوف تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو، چې په دې پروګرام کې ددغه تړون د جنوبي برخې د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي اقدامات شامل دي.
هغه ویلي ووچې د قرغستان او تاجیکستان د مشرتابه د "سیاسي ارادې" شتون چې د افغانستان سره له سرحد څخه د راپورته شویو ګواښونو له کچې خبر دي دا پروګرام پلی کیږي.
د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سیمې د امنیتي وضعیت پر سر د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د مشرانو د غونډې پرمهال ددغه سازمان عمومي منشي ویلي وو چې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان غړي هیوادونه لا هم له افغانستان څخه د جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
ددغه تړون د سازمان د غړو هیوادونو مشرانو د نومبر۲۸ (لیندۍ اتم) د قزاقستان په پایتخت استانه کې د سیمې د امنیتي او سیاسي وضعیت په تړاو خبرې کړې وې.
د یمان قلي د وینا پر اساس د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هیوادونو امنیت ته جدي ګواښونه پر خپل ځای پاتې دي.
هغه وویل: "د افغانستان له خاورې څخه د ډله ییز امنیت د تړون سازمان ته د جدي ګواښونو لپاره منابع پر ځای پاتې دي د دغو ګواښونو پر وړاندې د سازمان د غړو هیوادونو د ساتنې لپاره په لوړه کچه د مجموعۍ اقداماتو یو وړاندیز په پام کې نیول شوی دی."
تاجیکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې له افغانستان سره ۱۳۴۴ کیلومتره اوږد سرحد لري او ددغه هیواد څلور ولایتونه ددغه سرحد په اوږدو کې پراته دي.
تاجیکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته یې د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو پرتله کابل کې د طالبانو د حکومت سره د نږدې اړیکو د ټینګیدو څخه ډډه کړې ده او لا هم په دغه هیواد کې د افغانستان د جمهوري رژیم سفیر د افغانستان د سفارت چارې پرمخ وړي.
د طالبانو حکومت تراوسه د ډله ییز امنیت د تړون سازمان د عمومي منشي دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو ددغه حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ادعا کړې، چې له افغانستان څخه هیڅ کوم هیواد ته ګواښ متوجه نه دی. طالبانو حکومت ویلي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر خلاف وکاروي.
فورم \ دبحث خونه