د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې په راتلونکي ۲۰۲۵ کال کې به ۱۷۹ زره او ۲۱۰ پاکستانيان حج ته لېږي او د دې لپاره يې مهالوېش اعلان کړی دی.
د نومبر پر ۱۱ (لړم ۲۱) په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر چودري سالک حسین د دغه هېواد د حج پالیسۍ اعلان کړه او ويې ويل چې ۸۹۶۰۵ کسان به د حکومت له لارې او هم دومره نور کسان به د شخصي شرکتونو له لارې حج ته استول کېږي.
حج د اسلام له بنسټیزو ارکانو څخه دی چې هر کال يې د نړۍ سلګونه زره مسلمانان ادا کوي. پاکستان يو له هغو هېوادونو دی چې سعودي عربستان د حج لپاره تر ټولو زياته برخه ورکوي.
د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر چودري سالک حسین ويلي چې د حکومت له لارې به د راتلونکي حج اداکولو لګښت له یو میلون او ۷۵ زرو څخه تر یو میلیون او ۱۷۵ زرو پاکستانۍ روپيو پورې وي او پر دې سربېره به د څارويو د قربانۍ اضافي لګښت ۵۵،۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ وي.
د شخصي شرکتونو له لارې د حج لګښت تر حکومتي هغو زيات وي او د هر چا وس نه په رسېږي، نو ځکه چې کله په پاکستان کې د حکومت له لارې د حج د خواهشمندو کسانو شمېر تر ټاکل شوي حد واوړي نو بيا يې ترمنځ قرع کشي کېږي او ټاکل شوي کسان حج ته استول کېږي.
چودري سالک حسین خبري غونډې ته وويل چې د حکومت له لارې د حج خواهشمند کسان د دوو سو زرو روپيو لومړی قسط د حج له غوښتنلیک سره بايد يو ځای داخل کړي. دا ډول د څلور سوو زرو روپيو دويم قسط بايد د نومونو تر اعلان وروسته په ۱۰ ورځو کې دننه داخل کړل شي او پاتې پيسې بايد د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ مياشتۍ تر ۱۰ پورې حکومت ته وسپارل شي.
نوموړي زياته کړه د حج غوښتنلیکونه د نومبر له ۱۸ څخه د دسمبر تر درېيمې پورې جمع کېدلای شي او قرعه کشي يا د نومونو ټاکل به د دسمبر پر شپږمه کېږي.