په سعودي عربستان کې چارواکو یکشنبه جون ۲۳ ( چنګاښ درییمه) وویل چې سږ کال پدې هیواد کې د حج ادا کولو مراسمو په ترڅ کې د سختې ګرمۍ له کبله څه باندې ۱۳۰۰ تنه مړه شویدي.
د سعودي د کورنیو چارو وزیر فهد بن عبدالرحمان الجلاجیل وویل چې د ۱۳۰۱ حاجیانو د جملې څخه چې پدې ګرمۍ کې مړه شوي، ۸۳ په سلو کې یې هغوي و چې سږ کال یې د حج ادا کولو لپاره اجازه نه درلوده.
ښاغلي الجلاجیل وویل چې اکثریت دا کسان هغوي و چې د لیرو ځایونو څخه یې په سختۍ ګرمۍ کې پلي کوښښ کاوه سعودي عربستان ته د حج لپاره ولاړ شي.
د سعودي دې جګپوړي چارواکي چې دولتي تلویزیون سره یې خبرې کولې، وویل چې ۹۵ داسې حاجیان هم شته چې په روغتون کې د درملنې لاندې دي. هغه زیاته کړه چې د یو شمیر کسانو پیژندګلوي هم نده شوې ځکه د هغوي سره پیژندپاڼې نه وې او نه معلومیده چې له کومو هیوادونو سعودي عربستان ته ورغلي دي.
په مړو شویو حاجیانو کې څه باندې ۶۶۰ یې د مصر اتباع و چې یوازې ۳۱ کسانو د حج کولو لپاره اجازه درلوده خو پاتې یې هغوي و چې په غیر قانوني توګه یې د حج کولو نیت درلود.
مصري چارواکو ویلي چې پدې هیواد کې یې د ۱۶ سیاحتي ادارو جوازونه لغوه کړي چې دې کسانو سره یې په غیر قانوني توګه سعودي عربستان ته په تګ کې مرسته کړې وه.
د مصر څخه سږ کال څه باندې ۵۰ زرو حاجیانو ته د حج کولو اجازه ورکړل شوې وه خو سلګونو نورو په غیر قانوني توګه ځانونه سعودي عربستان ته رسولي و.
په سعودي عربستان کې امنیتي ځواکونو د جون په ۸ مې د حج مراسمو پیل کیدو څخه وړاندې د مکې معظمې څخه سلګونه زره نا ثبت شوي حج کوونکي وایستل.
د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې تیر کال دې هیواد ته څه باندې ۱.۸ ملیون وګړي د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو څخه حج کولو لپاره ورغلي او د دومره لوړ شمیر کسانو د تنظیم چارې د سعودي عربستان لپاره یوه ستره اندیښنه ده.
هغوي چې تازه د مکې معظمې څخه ایستل شوي و ۱۵۳۹۹۸ یې د بهرنیو هیوادونو اتباع و چې د سیلانیانو ویزو تر لاسه کولو وروسته سعودي عربستان ته ورغلي و او بیا د مکې په ښار کې ځای پر ځای شوي و.
د سعودي رسمي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې دې کسانو د حج کولو لپاره ځانګړې ویزې نه بلکې د سیاحت ویزې درلودې.
فورم \ دبحث خونه