د لاس رسي وړ اتصالات

ټیل ماټیل، اورلګېدنې او بریدونه؛ په حج کې د خونړيو پېښو لنډ تاریخ


ټاکل شوې له دوو میلیونو زیات کسان د سږ کال د حج په مراسمو کې برخه واخلي.
ټاکل شوې له دوو میلیونو زیات کسان د سږ کال د حج په مراسمو کې برخه واخلي.

د سعودي عربستان د مکې ښار ته د زیارت کوونکو د ورتګ لړۍ دوام لري او د سعودي چارواکو ویلي چې د حج کوونکو شمېر به سږکال د تېر کال له اندازې واوړي او د کرونا له وبا څخه مخکې کلونو اندازې ته به ورسیږي.

په ۲۰۲۳ کې د حج کوونکو شمېر ۱.۸ ښودل شوی و، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کې ۲.۵ میلیونو کسانو په دغو کلنیو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

په وروستیو لسیزو کې د حج مراسم له ټېل ماټېل نیولې د ورانکارو تر بریدونو پورې، د خونړیو پېښو شاهد وو.

په وروستي ځل چې دا مراسم لغوه شوي وو، د ۱۷۹۸ کال وو، کله چې ناپلیون بناپارت په مصر یرغل وکړ.

د کورنا وبا په ۲۰۲۰ کې د سعودي چارواکي اړ کړل چې د زیارت کوونکو شمېر محدود کړي او یوازې څو زره کسانو ته د حج اجازه ورکړل شوې وه.

دلته د حج په مراسمو کې خونړیو پېښو ته لنډه کتنه شوې ده.

ټېل ماټېل

۲۰۱۵ د سپتمر په ۲۴مه، مکې ته نږدې په مینا کې د "شیطان په ډبرو ویشتلو" د مراسمو په ترڅ کې، د حج په تاریخ کې ترټولو خونړۍ پېښه ښودل شوې چې شاوخوا ۲۳۰۰ عبادت کوونکي پکې مړه شول.

له دې پېښې څو ورځې وړاندې، د مکې په لوی جومات باندې د توپان له امله د کرین د غورځېدو په پېښه کې د بهرنیانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.

۲۰۰۶ د جنوري په ۱۲مه په مینا کې د "شیطان په ډبرو ویشتلو" د مراسمو د ټیل ماټېل په پېښه کې ۳۶۴ حاجیان مړه شول. په دغو مراسمو کې زیات کوونکي له شیطان څخه د خپل تنفر د سمبول په توګه، درې څلې په کوچنیو ډبرو ولي.

له دې یوه اوونۍ وړاندې، د ښار په مرکز کې د یو هوټل د نړېدو له امله ۷۶ کسان مړه شوي وو. د ۲۰۰۵م کال د جنورۍ په ۲۲مه د د "شیطان په ډبرو ویشتلو" د مراسمو په ټېل ماټېل کې درې حاجیان تر پښو لاندې شوي او مړه شوي وو.

مینا کې د ۲۰۱۵ کال د ټېل ماټېل وروسته وضعیت
مینا کې د ۲۰۱۵ کال د ټېل ماټېل وروسته وضعیت

۲۰۰۴ د فبرورۍ په لومړۍ نیټه د "شیطان په ډبرو ویشتلو" د مراسمو په ستر ټیل ماټېل کې ۲۵۱ کسان مړه شوي وو.

۱۹۹۸ د اپریل په نهمه په مینا کې په ټېل ماټېل کې له ۱۱۸ څخه ډیر کسان مړه او ۱۸۰ نور ژوبل شوي وو.

۱۹۹۴ د می په ۲۴مه په مینا کې د "شیطان په ډبرو ویشتلو" د مراسمو په جریان کې د ټېل ماټېل په یوه بله پېښه کې ۲۷۰ کسان مړه شول. چارواکو ددې پیښې لامل په حج په مراسمو کې د "بې ساري شمیر" کسانو ګډون وباله.

۱۹۹۰ د جولای په دوهمه، یو تونل ته د هوا رسولو د سیستم له خرابېدو وروسته ټېل ماټېل پېښ شو چې له کبله یې ۱۴۲۶ حاجیان مړه شوه. زیاتره قربانیان د اسیايي هېوادونو وګړي وو.

بریدونه

۱۹۸۹ د جولای په لسمه د مکې د ستر جومات دباندې په دوو غبرګو بریدونو کې یو تن ووژل شو او ۱۶ نور ټپیان شول. له دې پېښې څو اونۍ وروسته، ۱۶ کویټي شیعه ګان ددې برید په تور ونیول شول او د اعدام سزا ورکړل شوه.

۱۹۷۹ د نومبر په ۲۰مه، په سلګونو وسله والو چې له واک څخه د سعودي د شاهي کورنۍ د لیرې کېدو غوښتنه یې کوله، د مکې په ستر جومات کې ځانونه کلابند کړل او لسګونه حج کوونکي یې یرغمل ونیول.

په دغه پېښه کې چې د حج د کلنیو مراسمو له پیل ته رسېدو وروسته وشوه، ۱۵۳ تنه مړه او ۵۶۰ نور ژوبل شول.

مکې ته څېرمه مینا کې د زیارت کوونکو کمپ
مکې ته څېرمه مینا کې د زیارت کوونکو کمپ

لاریونونه

۱۹۸۷ د جولای په ۳۱مه د سعودي عربستان مقاماتو د ایراني حج کوونکو د یو غیرمجاز لاریون وځاپه. د رسمي شمېرو له مخې، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان مړه شول چې زیاتره یې ایرانیان وو.

اورلګېدنې

۱۹۹۷ د اپریل په ۱۵ په مینا کې د حاجیانو د استوګنې په کمپ کې د ګازو د ډبې د چاودنې له امله د اور لګیدنې په پېښه کې ۳۴۳ تنه مړه او شاوخوا ۱۵۰۰ تنه نور ټپیان شول.

۱۹۹۵ د می په اوومه، د مینا په کمپ کې د اور لګیدو له امله درې کسان مړه او ۹۹ تنه ټپیان شول.

۱۹۷۵ د دسمبر په ۱۴مه مکې ته نږدې د حاجیانو په یو کمپ کې د ګازو د ډبې د چاودنې له کبله رامنځته شوي ستر اور کې ۲۰۰ کسان مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG