د لاس رسي وړ اتصالات

شدیده ګرمي‌ او د حج مراسم؛ لسګونه کسان مړه شوي


د سعودي‌ عربستان مقامات وايي‌ چې سږکال ۱.۸ میلیون مسلمانان د حج مراسمو ته راغلي
د سعودي‌ عربستان مقامات وايي‌ چې سږکال ۱.۸ میلیون مسلمانان د حج مراسمو ته راغلي

د سعودي عربستان مقاماتو نن دوشنبه جون ۱۷ (جوزا۲۸) په داسې حال کې د مکې په ښار کې د ګرمۍ د زیاتېدو خبر ورکړی چې لسګونه زیارت کوونکي د ګرمې له کبله مړه شوي دي.

د سعودي‌ عربستان د روغتیا وزارت وايي چې د یکشنبې تر ورځې پورې «۲۷۶۰» زیارت کوونکي ګرميو ځپلي او دا پېښې ثبتې شوې دي.

د سعودي‌عربستان د هوا پېژندنې ادارې راپور ورکړی دی چې د مکې په ښار او په ځانګړي ډول د کعبې په شاوخوا کې د سانتي ګراد په کچه د تودوخې درجه ۵۱.۸ ته رسېدلې ده.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې د دغه هېواد « ۱۴ زیارت کوونکي د سختې ګرمۍ او تیز لمر له کبله» مړه شوي او ۱۷ نور یې ژوبل شوي دي.

د ایران حکومت هم ویلي‌ دي چې پنځه زیارت کوونکي یې مړه شوي‌، خو د مړینې علت یې نه دی ښودلی.

سنیګال هم ویلي دي چې پنځه زیارت کوونکي یې مړه شوي‌ دي.

په همدې حال کې اندونیزیا، چې د نفوس له پلوه تر ټولو ستر اسلامي هېواد دی، ویلي دي چې د حج په سږنیو مراسمو کې یې ۱۳۶ زیارت کووونکي مړه شوي دي چې درې تنه یې د شدیدې ګرمۍ له کبله وو.

د سعودي‌ عربستان د روغتیا وزرات ویلي دي‌ چې یو شمېر زیارت کوونکي صحي او وقایوي‌ لارښوونې په پام کې نه نیسي. د دغه وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ چې زیارت کوونکي نباید په شدیدې ګرمۍ کې د باندې ووځي. او کله هم چې وځي باید چترۍ په سر ولري چې له ګرمۍ او شدید لمر څخه خوندي‌ او کافي اوبه وڅښي.

د یوې څېړنې په اساس چې تېره میاشت شوې د اقلیم بدلون له کبله په سعودي‌ عربستان کې هوا ډېره ګرمه شوې ده.

زیارت کوونکي تېره ورځ په منا کې په مراسمو کې بوخت وو، راپورونه وايي چې حاجیانو به د ګرمۍ له کبله په سر باندې اوبه اړولې او مسئولینو هم ورته اوبه او څښاک برابر کړي ‌وو.

د مصر یو زیارت کوونکي حمید برحیم فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې مینا په لار یې د حاجیانو یو شمېر بې حسه جسدونه لیدلي. هغه وویل: «امبولانسونو نه شو کولای چې ژر چېرته ځان ورسوي. داسې حالت و، لکه د قیامت ورځ.»

د پاکستان یوې زیارت کوونکې ارزو فرحاج هم فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې په ډېر مشکل سره یې له یوې لویدلې ښځې سره مرسته کړې ده. هغې وویل بیروبار دومره زیات وو چې خلک به په لویدلو خلکو باندې تېرېدل او هېچا له یو بل سره مرسته نه شوه کولای.

د سعودي عربستان حکومت ویلي چې سږکال ۱.۸ میلیون مسلمانان د حج مراسمو ته راغلي چې ۱.۶ میلیون یې له سعودي عربستان څه د باندې هېوادونو څخه دي.

د سعودي‌ عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ویلي دي چې دوی د امکان تر حده هڅه کوي چې زیارت کوونکي په امنیت او ډاډ سره د حج مراسم ترسره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG