د نړۍ مشرانو د چهارشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۶) ډونالډ ټرمپ ته وروسته له هغه مبارکي وویله چې هغه د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د کاملا هریس په وړاندې بریا ترلاسه کړه.
دمخه تر دې چې د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شي د نړۍ یو شمیر مشرانو ډونالډ ټرمپ ته د بریالیتوب مبارکۍ ویلي دي:
چین
پرته له دې چې د ډونالډ ټرمپ نوم په مستقیمه یاد کړي، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې چین له متحده ایالاتو سره د "سوله ییز ګډ ژوند" هیله لري.
هغې وويل، "موږ به د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او بريالۍ همکارۍ پر بنسټ د چين او امريکا اړيکو ته دوام ورکړو."
روسیه
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل چې د ولادیمیر پوتین له داسې کوم پلان څخه خبر نه دی چې ټرمپ ته مبارکي ورکړي، ځکه چې امریکا "دوست هیواد" نه دی.
پیسکوف وویل: "موږ به د رښتینو ګامونو او رښتینو کلیماتو پراساس نتیجې ته ورسیږو."
اسرائیل
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ټرمپ بریا "ستره تاریخي راستنیدنه" وبلله.
نتانیاهو په یوه بیان کې وویل: "سپینې ماڼۍ ته ستاسو تاریخي راستنیدل د امریکا لپاره یو نوی پیل او د اسرائیل او امریکا ترمنځ لوی اتحاد ته د قوي ژمنتیا وړاندیز کوي. دا یوه ډیره ستره بریا ده!"
حماس
د حماس د سیاسي دفتر غړي بسیم نعیم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د ټرمپ په واکمنۍ کې "د صهیونیسټي دولت څخه د متحده ایالاتو ړوند ملاتړ باید پای ته ورسیږي، ځکه چې دا زمونږ د خلکو د راتلونکي او د سیمې د امنیت او ثبات په تاوان دی."
اوکراین
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ډونالډ ټرمپ ته د هغه د "اغیزمنې بریا" مبارکي وویله او وویل چې هغه هیله لري چې د ټرمپ ولسمشرۍ به "اوکراین کې عادلانه سوله رانږدې کړي."
زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې وویل: "زه په نړیوالو چارو کې د 'قوت له لارې د سولې' چلند ته د ولسمشر ټرمپ د ژمنې ستاینه کوم."
ناټو
د ناټو سرمنشي مارک روټ، ډونالډ ټرمپ ته مبارکي وویله او وویل چې واک ته د هغه بیرته ستنیدل به د دې اتحاد په "پیاوړي" ساتلو کې مرسته وکړي.
روټ په یوه بیان کې وویل: "د هغه مشري به یو ځل بیا زموږ د اتحاد د پیاوړي ساتلو لپاره کلیدي وي. زه د ناټو له لارې د سولې د پرمختګ لپاره له هغه سره بیا کار کولو ته سترګې په لار یم."
اروپایي ټولنه
د اروپايي اتحادیې مشرې اروسولا ون دیر لاین د ایکس په ټولنیزه شبکه لیکلي: "زه ډونالډ جې ټرمپ ته توده مبارکي وایم." هغې زیاته کړې، "موږ د خپلو خلکو ترمنځ د ریښتینې ملګرتیا له لارې سره تړلي یو، د ۸۰۰ میلیون اتباعوپه اتحاد سره. راځئ چې د یو قوي ټرانس اتلانتیک د اجنډا لپاره په ګډه کار وکړو، کوم چې د هغوی لپاره کار کوي."
بریتانیا
د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر، ۷۸ کلن ټرمپ ته د هغه "د تاریخي بریا" مبارکي وویله: "له ودې او امنیت څخه تر نوښت او ټیکنالوژۍ پورې، زه پوهیږم چې د بریتانیا او متحده ایالاتو ځانګړې اړیکې به د اتلانتیک په دواړو غاړو کې پرمختګ ته دوام ورکړي."
فرانسه
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون "ولسمشر ډونالډ ټرمپ" ته مبارکي وویله، او ویې ویل چې هغه چمتو دی چې په "درناوي او هیلو" سره یوځای کار وکړي لکه "موږ چې د څلورو کلونو لپاره سره کړي".
د ایکس په ټولنیزه شبکه باندې په یوه پوسټ کې، مکرون ویلي چې د ټرمپ سره اړیکې به "ستاسو او زما د باورونو حساب وکړي"، او زیاته یې کړه: "د لا زیاتې سولې او سوکالۍ لپاره."
جرمني
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز په خپل پیغام کې ژمنه کړې چې برلین به له ټرمپ سره د "سوکالۍ او ازادۍ" لپاره کار وکړي.
هغه ویلي، "جرمني او متحده ایالات له اوږدې مودې راهیسې د اتلانتیک په دواړو غاړو کې د سوکالۍ او آزادۍ د ودې لپاره په بریالیتوب سره کار کوي. موږ به د خپلو اتباعو د ګټو لپاره دې کار ته دوام ورکړو."
جاپان
د جاپان صدراعظم شیګیرو ایشیبا، خبریالانو ته وویل، هغه هیله لري چې "له ښاغلي ټرمپ سره نږدې کار وکړي ترڅو د جاپان او متحده ایالاتو اتحاد او د جاپان او متحده ایالاتو اړیکې نوي لوړوالی ته ورسوي."
قطر
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني چې د خلیج شاهي دولت یې د غزې په شخړه کې یو مهم منځګړی دی او په منځني ختیځ کې د امریکا د تر ټولو سترې پوځي اډې کوربه دی، ویلي دي چې په سیمه او نړۍ کې د امنیت او ثبات د ودې لپاره یو ځل بیا په ګډه کار کولو ته سترګې په لار دی".
ترکیه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "زما ملګري ډونالډ ټرمپ" ته مبارکي وایم.
اردوغان په یوه بیان کې وویل: "زه هیله لرم چې د ترکیې او امریکا اړیکې به پیاوړې شي او سیمه ییز او نړیوال بحرانونه او جګړې په ځانګړې توګه د فلسطین مسله او د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسېږي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو په تړاو په یوه اعلاميه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت "د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي."
دطالبانو او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې هوکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه.
فورم \ دبحث خونه