په متحدو ایالتونو کې سه شنبه نومبر پنځمه (لړم۱۵) میلیونونه خلک رایه ورکوي چې پرېکړه وکړي چې راتلونکی ولسمشر یا ولسمشره یې څوک شي؛ کاملا هریس شي او او که ډونالډ ټرمپ.
نظر پوښتنې ښکاره کوي چې انتخاباتي سیالۍ سختې دي او په خاص ډول هغه ایالتونه به د ولسمشر په ټاکلو کې مهم رول لوبوي چې رایه ورکوونکي په کې وېشل شوي.
دواړو کاملا هریس او ډونالډ ټرمپ تر ټاکنو یوه ورځ مخکې په پنسلوانیا کې، د دواړو لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږي، غونډې وکړې. دوی په پیټسبرګ کې انتخاباتي غونډې وکړې او دواړه په خپل بري مطمین ښکارېدل.
کاملا هریس په پنسلوانیا کې د وسپنې د صنعت په یوې تاریخي سیمې کې په یوې غونډې کې خپلو پلویانو ته وویل چې انتخاباتي وضعیت د دوي په ګټه روان دی او «زموږ کمپاین د خلکو له هوډ، انګیزو او هیلو څخه جوړ دی. او موږ پوهېږو چې په امریکا کې د نوي نسل د مشرتابه وخت دی.»
هغې زیاته کړه: «موږ یې باید په قوي ډول ختم کړو. تېروتنه مه کوئ، موږ یې ګټو.»
ډونالډ ټرمپ د لوبو په یو میدان کې غونډه جوړه کړې وه او ویې ویل چې د هغه یوه بله دوره به «داسې فوق العاده اقتصادي وده پیلوي چې نړۍ لا لیدلې نه» ده. هغه وویل: «که مو کاملا ته رایه ورکړه، د مصیبت، ناکامۍ او کړکیچ څلور نور کلونه به ولری.» ټرمپ زیاته کړه: «زموږ هېواد به هېڅکله بیا ونه رغول شي. ماته رایه راکړئ، زه به حق الزحمه لوړه کړم، عاید به زیات کړم، ډېرې دندې به برابرې کړم، د امریکا د هر نژاد، مذهب، رنګ او عقېدې لپاره به شتمني او فرصت برابر کړم. هر یو ته یې.»
د ټاکنو تر ورځې مخکې څه باندې ۸۱ میلیون خلکو یا د پوست له لارې او یا هم په حضوري ډول خپلې رایې ورکړې دي.
دا شمېر د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د ۱۵۸ رایه ورکوونکو نیم دی، چې جوبایډن په کې ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه. ډونالډ ټرمپ لا هم وايي چې په ټاکنو کې درغلي او فساد شوی و. ټرمپ چې د ټاکنو پایلې نه منلې، د محاکمو لسګونه پرېکړې، چې ډېرې یې د ټرمپ ګمارل شویو قاضیانو کړې وې، د هغه په خلاف وي. خو ټرمپ په پنسلوانیا کې خپلو پلویانو ته وویل چې کله جوبایډن واک ترلاسه کوه، «هغه باید په ۲۰۲۱ کال کې سپینه ماڼۍ نه وای پرېښي».
ټرمپ وویل د سه شنبې د ورځې انتخاباتو پایلې به هغه وخت ومني، چې دې نتیجې ته ورسېږي چې ټاکنې عادلانه وي، د هغه دیموکرات منتقدین وايي چې د ټرمپ د دې خبرې مانا دا ده چې د ټاکنو پایلې یوازې په هغه صورت کې مني چې په خپله یې ګټونکی وي.
د ټرمپ او هریس انتخاباتي ډلو د قانونپوهانو له لویو ډلو سره غږېدلي که ضرورت شي چې د رایو او د رایو د شمېرنې بهیر رد کړي.
که ټرمپ بریالی شو، د امریکا په تاریخ کې به دویم ولسمشر وي چې دوه دورې جمهوري ریاست کوي، خو پرلپسې یې نه کوي. تر ده مخکې ګروور کلیفلنډ هم دوه دورې ولسمشر و، خو د اولې او دویمې دورې ترمنځ یې فاصله وه.
ټرمپ به همدغه راز داسې ولسمشر وي، چې په جنايي قضیو کې تورن دی او خپلې سزا ته انتظار کوي، دی په ۳۴ قضیو کې تورن شوی دی. په هغه تور دی چې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې یې د لوڅو فلمونو یوې اداکارې ته یې نقدي پېسې ورکړې چې له هغې سره یې د جنسي رابطې په اړه معلومات پټ وساتي.
ټرمپ په خپلو انتخاباتي کمپاینونونو کې په خپلو دیموکراتو سیالانو باندې په قهر وي او نیوکي کوي او هغوی په کور کې «دننه دښمن» او د امریکا اینده ته خطر بولي. ټرمپ کاملا هریس یو «محدود فکره» شخص بولي وا وايي په نړیوالو اړیکو کې به د نړۍ د نورو مشرانو لاسپوڅې وي.
کاملا هریس ادعا کوي چې په لومړیو اونیو کې په کمپاین کې دومره پام وړ نه وه، خو اوس وایي چې هیله لري د امریکا ۴۷مه ولسمشره شي. که وټاکل شي په متحدو ایالتونو کې به لومړۍ ولسمشره وي. همدغه راز تر بارک اوباما وروسته به دویمه تور پوستې ولسمشره وي. د هغې مور د هند څخه ده او پلار یې د جامایکا څخه.
نوموړې ټرمپ یو «غیر جدي شخص» او د امریکا دیموکراسۍ ته خطر بولي او وايي له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو سترې محکمې پرېکړه وکړه چې ولسمشران به د هغوی د رسمي تېروتنو له کبله نه شي تعقیب کېدای، د جمهوري ریاست له هېڅ ډول عادي محدودیت سره مخامخ نه شو.
نظر پوښتنې ښيي چې رایه ورکوونکي د دوو کاندیدانو ترمنځ وېشل شوي دي. تر انتخاباتو مخکې نظر پوښتنې ښکاره کوي چې دواړه کاندیدان په رقابتي ایالتونو کې سره ډېر نژدې دي.
د اې بي سي نیوز نظر پوښتنه ښيي چې ټرمپ د اوو رقابتي ایالتونو له ډلې څخه یې پنځه ګټي، خو واشنګټن پوست وایي چې په نظر پوښتنې کې یې کاملا هریس تر ټرمپ مخکې ده. نیویارک ټایمز وايي چې ټرمپ په څلورو رقابتي ایالتونو کې مخکې او هاریس په دوو ایالتونو کې مخکې ده او په پنسلوانیا کې رقابت سخت دی. د دغو رقابتي ایالتونو ارزښت باید له پامه ونه غورځول شي.
د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې ۵۳۸ الیکټورل کالج (انتخاباتي حوزې) دي او یو کاندید باید ۲۷۰ انتخاباتي حوزې وګټي چې د امریکا د جمهوري ریاست ولسمشر شي. دا انتخاباتي حوزې د هر ایالت د نفوسو په اساس ټاکل شوې دي.
د دغه راپور ځینې معلومات د رویټرز او اسوشیتډپرس له راپورونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه