د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: که ټرمپ ټاکنې وبایلي ډاډه نه یم چې واک په سوله ایز ډول وسپارل شي


د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې
د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي ډاډه ندی چې که پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د نومبر د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې وخوري، واک به په سوله ایزه توګه ولیږدول شي.

د سي بي ایس تلویزیون سره د چهارشنبې په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۷) په مرکه کې، ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نومبر پنځمې له ټاکنو وروسته به واک په سوله ایز ډول انتقال شي، بایډن وویل: "که ټرمپ یې وبایلي، زه په بشپړ ډول ډاډه نه یم."

بایډن زیاته کړه: "څه چې هغه [ټرمپ] وايي، همهغه یې باور دی. موږ هغه ​جدي نه ګڼو. هغه په همدې باور دی. دا ټول هغه څه چې وايي که موږ ماتې وخورو وینه به وبهیږي."

په اوهایو کې د مارچ په میاشت کې د ټاکنیز کمپاین په مهال، ټرمپ د راتلونکو ټاکنو په ګټلو کې د خپل پاتې راتلو په صورت کې د "وینې تویېدلو" خبرداری ورکړ. په هغه وخت کې ټرمپ له بهرنۍ سیالۍ څخه د متحده ایالاتو د موټرو د صنعت د ساتنې د اړتیا په اړه بحث کاوه، او وروسته یې وویل چې ددغې اصطلاح په کارولو سره یې د موټرو صنعت ته اشاره کوله.

ټرمپ ناسمه ادعا کړې چې له بایډن څخه یې د ۲۰۲۰ ټاکنې ګټلي دي. هغه په واشنګټن او جورجیا ایالت کې د ټاکنو د رایو د بدلولو په جرم تورن شوی دی.

بایډن تیره میاشت وروسته له هغه په ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ تېر شو چې دیموکراتانو له هغه څخه دا غوښتنه وکړه. د ټرمپ پروړاندې په یوه تلویزیوني مناظره کې د بایډن د خرابې کارکردګۍ وروسته د هغه د پوخ عمر او روغتیا په اړه پوښتنې راپورته شوې.

د بایډن پر ځای د هغه مرستیاله کاملا هریس د دیموکرات ګوند کاندیده نومول شوې او د ټرمپ پر وړاندې په انتخاباتي مبارزو بوخت ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG