د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن وايي د خپل ملت د اتحاد لپاره مشعل نوي نسل ته انتقالوي


جوبایډن د چهارشنبې په ماښام په سپینې ماڼۍ کې خپل ولس ته وینا وکړه
جوبایډن د چهارشنبې په ماښام په سپینې ماڼۍ کې خپل ولس ته وینا وکړه

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ماښام جولاۍ ۲۴ (زمری درېیمه) په سپینې ماڼۍ کې په خپلې وینا کې وویل چې هڅه کوي خپل ملت متحد کړي.

دا د ۲۰۲۴ کال له انتخاباتي‌ سیالیو څخه له وتلو وروسته د هغه لومړۍ وینا وه.

بایډن وویل: «ما پرېکړه کړې چې د وړاندې تګ غوره لار نوي نسل ته د مشعل انتقالول دي. دا زموږ د ملت د یوالي لپاره تر ټولو غوره لاره.»

په هغه د خپل ګوند د یو شمېر غړو له لوري فشارونه زیات شوي‌ وو، چې له انتخاباتي‌ سالیو څخه لاس په سر شي. خو هغه ویلي وو دا کار به ونه کړي، مګر که خدای ترې وغواړي‌، یا نظر پوښتنې وښيي چې ډونالډ ټرمپ‌ ته ماتې ورکولای نه شي او یا ډاکټران ورته ووايي چې د خپلې مبارزې لپاره جسمي توان نه لري.

خو دغه ۸۱ کلن ولسمشر له انتخاباتي سیالیو څخه لاس په سر شو او د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې یې د نوماندې په توګه له خپلې مرستیالې کاملا هریس ملا وتړله.

ولسمشر جوبایډن په خپلې وینا کې وویل: «د امریکا په اړه عالي شی دا دی چې دلته پادشاهان او دکتاتوران حاکمیت نه لري. خلک یې لري. تاریخ ستاسو په لاسونو کې دی. واک ستاسو په لاسونو کې دی. د امریکا مفکوره ستاسو په لاسونو کې ده.»

ولسمشر بایډن د امریکا لومړی برحاله ولسمشر نه دی،‌ چې نه غواړي د دویمې دورې لپاره په انتخاباتو کې کاندید شي، په ۱۹۶۸ کال کې د متحدو ایالتونو بل پخواني ولسمشر لیندن جانسن، د ویتنام جګړې په اړه د فشارونو له کبله، د دویم ځل لپاره ځان کاندید نه کړ.

جوبایډن وویل چې د خپلې څلور کلنې دورې په وروستیو شپږو میاشتو کې به په خپلې دندې تمرکز کوي. ټاکل شوې چې هغه د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل له صدراعظم بینیامن نتنیاهو سره وویني او په غزې کې د اوربند په اړه ورسره وغږېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG