د لاس رسي وړ اتصالات

کاملا هریس د مینسوټا والي په انتخاباتو کې خپل مرستیال نوماند وټاکه


امريکايي رسنیو راپور ورکړ چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند احتمالي نوماندې کاملا هریس د مینسوټا والي ټیم والز په انتخاباتو کې خپل مرستیال نوماند وټاکه.

په دې اړه رسمي‌ اعلان نن سه شنبه اګست شپږمه (زمری۱۶) په فیلادیلفیا کې د دیموکرات ګوند تر یوې انتخاباتي غونډې مخکې وشو.

هریس خپلو پلویانو ته په یو پیغام کې ویلي: «هریس خپلو پلویانو ته په یو پیغام کې ویلي: «خوشحاله یم چې تاسو ته یې ووایم چې ما خپله پرېکړه وکړه: د مینسوټا والي ټیم والز به زما د مرستیال په توګه زموږ له کمپاین سره یو ځای شي. ټیم په ډګر کې یو ازمایل شوی مشر دی، هغه په مینسوټا کې د کورنیو لپاره د کار فوق العاده سابقه لري. زه مطمینه یم چې هغه به همدا اساسي رهبریت زموږ کمپاین او د مرستیال ولسمشر دفتر ته انتقالوي.»

ټیم والز د امریکا د پوځ‌ د ملي ګارد غړی هم و او د ښوونکي په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده. هغه د یو شمېر کلیوالیو سپین پوستو امریکایانو په منځ کې یو جذاب شخصیت پېژندل کېږي.

دموکرات ستراتیژیستې جوي راګینسکي امریکا غږ ته وویل: «والز یو فوق العاده انتخاب دی چې د ویسکانسن، میشیګن او پنسلوانیا په ایالتونو کې به رای اچوونکي جذب کړي.»

د ټاکنو نوماندان په ایالتونو کې ګرځي او رایه ورکوونکي هڅوي چې د نومبر په ټاکنو کې ورته رایه ورکړي، په همدې ترڅ کې ټاکل شوې چې کاملا هریس ویسکانسن، مېشیګن، اریزونا او نویدا ته سفرونه وکړي.

د ویرجینا په پوهنتون کې د سیاسي علومو ښوونکې جنیفر لالس وویل چې دیموکراتانو په والز کې یو لیبرال شخصیت موندلی دی، هغه د مینسوتا په محالفظه کارو کلیو او بانډو کې انتخابات ګټلي، د وسلو مالک دی، پوځي تجربه لري او په نبراسکا کې زېږېدلی دی. هغې وویل چې والز یو مصون او جذاب انتخاب دی.

د کاملا هریس د نوماند مرستیال تر ټاکل کېدو مخکې د ډونالډ ټرمپ‌ انتخاباتي‌ دفتر د نومبر په میاشت کې ټیم والز «یو نالایق لیبرال» یاد کړی و.

د پنسلوانیا والي‌ جاش شپیرو هم په ټاکنو کې د کاملا هریس د مرستیال نوماند په توګه په پام کې و. شپیرو په پنسلوانیا کې ډېر محبوبیت لري، چې په دغه ایالت کې د دیموکراتانو د بري لپاره ډېر مهم دی.

نوموړي په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي: «په پام کې لرم چې په راتلونکو ۹۰ ورځو کې په ټولې پنسلوانیا کې وګرځم چې دا ایالت د خپلو ملګرو کاملار هریس او ټیم والز په ګټه متحد کړم او ټرمپ‌ ته ماتې ورکړو.»

د اریزونا سناتور مارک کیلي، د کنټکي والي اندي بیشیر، د ایلینوای والي جي بي پریتزکر او د امریکا د ترانسپورت وزیر پیت بوتیجیج نور هغه اشخاص وو چې په ټاکنو کې د کاملا هریس د مرستیال په توګه په نظر کې نیول شوي وو.

په ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ تېره میاشت د خپل ګوند په کنوانسیون کې سناتور جي ډي وینس په انتخاباتو کې خپل مرستیال نوماند وټاکه.

ټاکل شوې چې وینس به په همدې اونۍ کې د پنسلوانیا، ویسکانسن، مېشګن او شمالي کارولینا په ایالتونو کې خپل کمپاینونه وکړي. دا ایالتونه د دواړو ګوندونو لپاره د انتخاباتي مبارزو یو مهم میدان بلل کېږي.

کاملا هریس له هغه وروسته د دیموکرات ګوند احتمالي نومانده شوه، چې ولسمشر جوبایډن په ناببره توګه له انتخاباتي سیالیو څخه ځان واېست.

بایډن له ټرمپ سره په لومړۍ انتخاباتي مبارزې کې ښه ونه ځلېده،‌ چې دې کار له انتخاباتي مبارزو څخه د هغه د وتلو غوښتنې راوپارولې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG