د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د انتخاباتو په درشل کې د هندي الاصله - امریکایانو سیاسي لیوالتیا


د کمپیوټر انجینیر سلیل ګاونکار د کولارډو ایالت د ډینور په ښار کې د هندوانو دیوالي جشن‌ په مناسبت مراسمو کې له خپلو هندي – امریکايي ملګرو څخه پوښتنه وکړه که څوک په ولسمشریزو انتخاباتو کې ډونالډ ټرمپ یا کاملا هریس ته رایه ورکوي نو خپل لاسونه دې پورته کړي.

په ځواب کې یې د ټیکنالوژۍ د شاوخوا ۴۵ متخصصینو او سوداګرو غبرګون، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د جو بایډن ملاتړ کړی و،‌ هغه حیران کړ. پخواني‌ ولسمشر او د جمهوري‌ غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د ولسمشر مرستیالې او د دموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس ته په لږ توپیر ماتې ورکړه.

ګاونکار چې په روانو انتخاباتو کې د هریس ملاتړی دی وویل: "حیران شوم، دوی اکثرو [په ۲۰۲۰ انتخاباتو کې] بایډن ته رایه ورکړې وه خو اوس یو لوی بدلون شوی دی چې زه یې ډېر حیران کړم."

د ماښام په یوې میلمستیا کې د رایې اخیستنه د یو رسمي بهیر استازولي‌ نه کوي،‌ خو ښکاري چې د ګاونکار تجربه یوه پراخه ملي‌ نمونه انعکاسوي.

هندي الاصله‌ - امریکایان چې د دموکراتانو لپاره د رایې یو پخوانی او د باور وړ بلاک و اوس په کې د ایتلاف د بدلولو نښې لیدل کېږي.

د کارنیګي د بنسټ یوه نظر پوښتنه چې نتیجه یې روانه اونۍ کې خپره شوې، ښيي چې یو شمېر هندي الاصله‌ - امریکایان چې د دموکرات ګوند پلویان ګڼل کېدل شمېر یې له ۲۰۲۰ کال راهیسې له ۵۶ څخه ۴۷ سلنې ته راټیټ شوی دی.

هریس سره له دې چې هندي سابقه لري ، د دې ټولنې ۶۰ سلنه ملاتړ لري په داسې حال کې چې څلور کاله پخوا کابو ۷۰ سلنه یې خپلې رایې بایډن ته ورکړې وې. په عین حال کې ټرمپ توانېدلی چې په تېرو انتخاباتو کې د هندي الاصله‌ - امریکايانو د ملاتر کچه له ۲۲ سلنې څخه اوس ۳۱ سلنې ته ورسوي.

د کارنیګي د بنسټ د جنوبي اسیا د پروګرامونو مدیرې او د دې تحقیق یوې لیکوالې میلان ویشناو ویلي ، په داسې حال کې چې نورې نظرپوښتنې له هریس څخه د جنوبي اسیا – امریکایانو قوي ملاتړ ښيي د دغو رایې ورکوونکو په وفادارۍ کې بدلون د پام وړ دی.

ټرمپ او هریس تر انتخاباتو دوه ورځې وړاندې هغو ایالتونو کې غونډې کوي چې سیالي پکې تل توده وي او رایې ورکوونکو پکې لا د خپلې خوښې کاندید پریکړه نده کړې.
ټرمپ او هریس تر انتخاباتو دوه ورځې وړاندې هغو ایالتونو کې غونډې کوي چې سیالي پکې تل توده وي او رایې ورکوونکو پکې لا د خپلې خوښې کاندید پریکړه نده کړې.

ویشناو د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې امریکا غږ ته وویل: "موږ د ټرمپ په مشرۍ د دې جمهوري غوښتونکي ګوند د لوی بدلون یا تحرک یا منلو د ځینو نښو شاهدان یو او دا زموږ لپاره د ډېرې حیرانتیا وړ مسله ده."

دا بدلون یوازې د هندي الاصله – امریکایانو په ټولنه کې نه دی راڅرګند شوی بلکې جمهوري غوښتونکو پدې تیرو څو کلونو کې جمهوري غوښتونکو په لاتین، تور پوستو، عربو او مسلمانانو کې هم لاسته راوړنې درلودې په داسې حال کې چې دا ډلې پخوا د دموکراتانو لپاره د باور وړ رایې ورکوونکي بلل کېدل.

دا نظر پوښتنې د هریس او ټرمپ ترمنځ د نېږدې سیالۍ څرګندونه کوي خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا بدلونونه به سپینې ماڼۍ ته د پخواني ولسمشر د بېرته ستنېدو لامل شي او که نه. ویشناو د پنجشنبې په ورځ په یوې انلاین غونډې کې وویل د دوی موندنې ښيي چې له دې سره هغه سیاسي انګیرنه له منځه تللې چې له مخې به یې په امریکا کې کډوال او د لږکیو ټولنې دموکراتان ګڼل کېدل.

ویشناو وویل: "دا فرضیه موجوده وه چې نفوس برخلیک ټاکي او د دموکرات ګوند د قومي او نژادي لږکیو او د کډوالو د اکثرو ټولنو طبیعي کور و او اوس د دغو ډلو په شمېر کې زیاتوالي سره به دوی د انتخاباتو له دایمي ګټو څخه برخمن شي... په څرګنده توګه ډېرې نښې شته چې دا (فرضیه) سمه نه ده او زموږ د نظر پوښتنه یو له هغو څخه ده. "

له پنځو میلیونو څخه زیات هندي – امریکایانو په اسانۍ دا طبقه بندي له ننګونو سره مخ کړه. دوی چې اکثره هندو مذهبه دي او یو کم شمېر مسلمانان،‌ سیکان، مسیحیان او نور په کې شامل دي په داسې حال کې چې د هندوانو لومړی نسل د محافظه‌ کارانو ګوند ته تمایل لري خو اکثره یې داسې نه دي.

هغه کسان چې امریکا ته تازه راغلي دي دغه هېواد ته غیرقانوني‌ کډوالۍ د هغوی لپاره یو له عمده اندېښنو څخه ده. ګاونکار وايي د هغه ملګرو چې پخوا یې له بایډن څخه ملاتړ کوه، له پولو څخه د غیرقانوني‌ کډوالۍ مخنیوی له ټرمپ څخه د خپل ملاتړ یو عمده دلیل ګڼي.

ګاونکار وویل: "هندیان له غیرقانوني کډوالۍ څخه چې د بایډن په واکمنۍ کې په بې‌ساري ډول زیات شو کرکه کوي. موږ پوهېږو چې کوم سخت پړاونه باید ووهو ترڅو په قانوني توګه دغه هېواد ته ورسېږو او دلته پاتې شو او دا چې ګورو نور په دې ډول راځي،‌ دا سمه نه ده. "

دا احساسات د کډوالو په لومړي نسل کې ژور ځای لري. په مریلند ایالت کې د نوې ټیکنالوژۍ مدیر درمندرا جیسوال وايي شاوخوا شل کاله وخت یې ونیو چې په امریکا کې یې د تابعیت اسناد ترلاسه کړل.

جیسوال د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې چې د رایې ورکولو حق یې ترلاسه کړی و د لومړي ځل لپاره له دغه حق څخه په استفادې بایډن ته رایه ورکړه خو اوس له ټرمپ څخه ملاتړ کوي. هغه وویل:‌ "خلک غوسه دي،‌ غیرقانوني کډوالو ته د روغتیا او زده‌کړو خدمات زموږ مالیه ورکوونکو په پیسو وړاندې کېږي. "

هندیان په امریکا کې د غیرقانوني کډوالو درېیمه لویه ډله ده خو د جیسوال په وینا "غیرقانوني کډوال، غیرقانوني کډوال دي. "

د هندو – امریکايي د یوې ټولنې بنسټ ایښودونکی سوهاګ شوکلا وايي چې د غیرقانوني کډوالو په وړاندې دا منفي غبرګون منطقي دی. د کډوالۍ محدودیتونه اکثره هندي کډوال دې ته اړ باسي چې په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې او تابعیت د ترلاسه کولو لپاره له ۱۰ څخه تر ۲۰ کلونو پورې انتظار وکړي.

شوکلا د امریکا غږ ته وویل: "خلک باید۲۰ کاله بې‌برخلیکه او منتظر پاتې نشي،‌ خو په خواشینۍ سره دا د کډوالۍ د پروګرام وضعیت دی چې موږ ورسره مخامخ شوي یو او اکثره خلک لکه زیات شمېر نورو امریکایانو د قوي پولو د درلودلو د اړتیا په اړه خبرې کوي. "

هریس چې د غیرقانوني کډوالۍ په وړاندې د نرم دریځ له امله تر انتقاد لاندې ده،‌ له خپل دریځ څخه دفاع کړې ده او له پولو څخه د غیرقانوني‌ کډوالۍ د کمولو لپاره د بایډن ادارې له خوا د وروستۍ پالیسۍ پر تطبیقولو ټینګار کوي. خو ټرمپ ژمنه کړې چې "د امریکا په تاریخ کې د شړلو تر ټولو لوی عملیات" به ترسره کړي.

د هریس کمپاین چې د جولای په میاشت کې پیل شو زیات شمېر ترقي‌غوښتونکو هندي – امریکایانو ته یې انرژي ورکړه او زرګونه لیواله رضاکاران یې جذب کړل.

خو د دغې لیوالتیا تر شا یو ژور واقعیت پټ پاتې شو او هغه دا چې په رایه ورکوونکو کې د هریس هندي میراث لږ جذابیت درلود.

د کارنیګي د بنسټ نظر پوښتنه ښيي چې د هغې په ملاتړو کې د هرو لسو هندي – امریکايي له شمېرې کابو یو کس د هغې له هندي میراث څخه انګیزه اخیستې ده.

د جنوبي اسیا – امریکایانو د ټولنې له خوا په دې برخه کې یوه بله نظر پوښتنه ښيي چې هریس په رقابتي‌ ایالتونو اریزونا، جورجیا، میشیګن،‌ شمالي کارولینا او پنسلوانیا کې له ټرمپ څخه مخکې ده.

دغې ټولنې تېره میاشت په یو بیان کې وویل د جنوبي اسیا – امریکایان په شرایطو برابر له ۴۰۰ زرو څخه د زیاتو رایو ورکوونکو په درلودلو سره په دغو ایالتونو کې چې نوماندان په کې ډېره نږدې سیالۍ لري د بدلون د راوستلو وړتیا لري.

خو روپال شاه چې په اتلانتا کې د هندوانو د ټولنې له دویم نسل څخه دی او په یو غیر انتفاعي بنسټ کې کار کوي په خپله ټولنه کې د نسلي ویش شاهد دی.

شاه وویل:‌ "زه له دویم نسل څخه یم او باور لرم چې زما نسل دېر زیات د کاملا ملاتړی دی او تیار دی چې هغې ته رایه ورکړي او د هغې په اړه هیجاني دی خو کله چې تاسې زما له والدینو سره او یا په عام ډول له والدینو سره غږېږئ تاسې یو هیجان او ویره احساسوئ. "

هغه زیاته کړه: "د هغوی مالي اندېښنې تل لومړیتوب کې راځي، خو په عین وخت کې د کاملا په اړه زیات هیجان شته دی چې هغه به کله او څه ډول زموږ د ټولنې استازیتوب وکړي. "

د امریکا غږ د ټرمپ او هریس له کمپاینونو سره په تماس کې شو ترڅو په راپور کې د هغوی نظر ته ځای ورکړي‌ خو د دغو دواړو کمپاینونو له خوا ځواب ترلاسه نکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG