د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اووه ایالتونه چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برخلیک ټاکونکی نقش لري


د متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندیدانو برخلیک داسې بریښي چې د تیر په څیر د هغو اوو ایالتونو کې د رایې ورکوونکو په لاس کې دی چې انتخاباتي سیالۍ پکې تل ډیرې نږدې وي.

د انتخاباتو تر ورځې به د دواړو ګوندونو –دیموکرات او جمهوري غوښتونکي کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو تمرکز په همدې مهمو ایالتونو کې وي.

ټاکل شوې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ډیټرویټ په ښار کې د ملي ګارډ یوې اتحادیې غړیو ته وینا وکړي او سه شنبه به د مشیګن ایالت د پوتریول په ښار کې د اوسپنې یوې فابریکې کې خپلو پلویانو ته وینا وکړي.

سره لدې چې ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې پدې ایالت کې رایې ګټلې وې خو په ۲۰۲۰ کال کې یې بیا د برحال جمهور رئیس جو بایډن په مقابل کې ماتې وخوړه.

د ټرمپ تر څنګ به په انتخاباتي ټکټ کې د هغه مرستیال، جیمز ډیوډ ونس هم د سه شنبې په ورځ د مشیګن ایالت د رپیډز په ښار کې انتخاباتي غونډه وکړي.

تر مشیګین وروسته، ډونالډ ټرمپ د ویسکانسن ایالت په لور مخه کوي او ټاکل شوې چې د له کروس په ښار کې رایې ورکوونکو ته وینا وکړي. دی به د جمعې په ورځ د پنسلوانیا ایالت د جانسټون په ښار کې یوې انتخاباتې غونډې کې برخه واخلي او بیا به واشنګټن ته ستون شي چې د "آزادۍ لپاره د میندو" یوې محافظه کارې اتحادیې غړیو ته هم وینا وکړي.

بل پلو د دیموکرات ګوند کاندیده، کاملا هریس چې تیره اوونۍ ددې ګوند په ملي کنوانیسیون کې په رسمي توګه د ګوند کاندیده شوه، د خپل انتخاباتي ټکټ مرستیال ټیم والز سره د چارشنبې په ورځ د جورجیا ایالت په څو ښارونو کې انتخاباتي غونډې کوي او ټاکل شوې چې د دې ایالت په لوی ښار سوانا کې لویه انتخاباتي غونډه ولري.

جمهور رئیس بایډن په همدې ایالت کې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د لږو رایو په توپیر جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه چې د همدې ایالت د انتخاباتو نتیجه د ټرمپ لپاره په سیاسي سرخوږي هم بدله شوه.

د روان میلادي کال له پیل راهیسې دا اووم ځل دی چې کاملا هریس د جورجیا ایالت ته ځي او دویم ځل به یې وي چې د سوانا په ایالت کې غونډه کوي.

تیره اوونۍ د شیکاګو په ښار کې د دیموکرات ګوند د ملي کنوانیسیون جوړیدو څخه وړاندې په عامه نظر پوښتنې معلومیده چې میرمن هریس د ښاغلي ټرمپ څخه ډیر لږ مخکې دی. خو د انتخاباتو په هکله د نظر معلومولو په تازه سروې کې څرګنده شوه چې د دیموکرات ګوند کاندیده، کاملا هریس د هیواد په کچه د خپل جمهوري غوښتونکي سیال، ډونالډ ټرمپ څخه دوه یا درې فیصده مخکې ده.

د دې څلورو ایالتونو سربیره چې ټاکل شوې ټرمپ او هریس پکې په روانې اوونۍ کې انتخباتي غونډې ولري، شمالي کارولینا، اریزونا او نیواډا هغه ایالتونه دي چې د دواړو کاندیدانو لپاره خورا اهمیت لري او ټاکل شوي چې د روان میلادي کال د نومبر میاشتې تر پنځمې نیټې چې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي، دواړه کاندیدان د خپلو مرستیالانو سره په همدې اوو ایالتونو کې ډیرې انتخاباتې غونډې وکړي.

له ټاکلې نیټې وړاندې د رایو ورکول به د امریکا په یو شمیر ایالتونو کې د سپټمبر میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې پیل شي.

د متحده ایالاتو هغه ایالتونه چې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو تر منځ پکې انتخاباتي سیالۍ ډیرې نږدې وي، د دې هیواد د جمهوري ریاست انتخاباتو په نتیجې کې مهم نقش لري ځکه چې د متحده ایالاتو د انتخاباتي قانون له مخې هر کاندید چې په هر دې ایالت کې اکثریت رایې وګټي، د ټول ایالت د رایو ګټونکی بلل کیږي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل تازه راپور کې ویلي چې د دې ورځپاڼۍ د نظر معلومولو له مخې څرګنده شوې چې کاملا هریس د ډونالډ ټرمپ په پرتله د ویسکانسن، میشیګن او پنسلوانیا په ایالتونو کې وړاندې ده، پداسې حال کې په نیواډا، اریزونا، جورجیا او شمالي کارولینا کې ټرمپ یو څه اندازه وړاندې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG