د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او مېرمن یې د دیموکراتانو په کنوانسیون کې د هریس ملاتړ وکړ


د امریکا د متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون ته د وینا پر مهال
د امریکا د متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون ته د وینا پر مهال

د امریکا د متحده ایالتونو پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغه مېرمنې میشل اوباما د سه شنبې په شپه، اګست ۲۰ (زمري ۳۰)، د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې د سختو سیالیو خبرداری ورکړ او له ملت څخه یې وغوښتل چې د کاملا هریس ملا وتړي.

د ایلینوی ایالت په شیکاګو ښار کې د دیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون په دوهمه ورځ میشل اوباما پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې سختې نیوکې وکړې.

هغې د ټرمپ په اړه وویل: "د نړۍ په اړه د هغه محدود لید د دوو لوړو زده کړو لرونکو او کامیابو تور پوستو د موجودیت له کبله ځان ناامنه احساسوي."

ورپسې بارک اوباما، چې د امریکا لومړنی تور پوستي ولسمشر دی، د ټرمپ په اړه وویل: "یو ۷۸ کلن میلیاردر چې د تیرو نهو کلونو راهیسې یې د خپلو ستونزو څخه په دوامدار ډول شکایت کړی دی. د هغه غم او ژړا اوس نوره هم له دې کبله زیاته شوې چې ښايي کاملا ته [ټاکنې] وبایلي."

د دیموکرات ګوند په ملي کنوانسیون کې ددغه ګوند دا دوه مخکښ په داسې حال کې خبرې کوي چې ولسمشرۍ ته د دیموکراتانو کاندیده کاملا هریس هڅه کوي چې د نومبر د ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ په وړاندې خپل ملاتړ پیاوړی کړي.

د کنوانسیون د دوهمې شپې عنوان "د امریکا د راتلونکي لپاره یو پیاوړی لیدلوری" و او په ترڅ کې یې وینا کوونکو هوډ وښود چې دوی د ټرمپ د دوهمې دورې ولسمشرۍ د مخنیوي لپاره یو لاس دي.

په همدې مهال هریس د ویسکانس په ایالت کې په هغه تالار کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ حاضرینو ته وینا وکړه چیرې چې جمهوري غوښتونکو تېره میاشت خپل کنوانسیون جوړ کړی و.

هغې وویل: "موږ په ګډه راتلونکې ته نوې لار جوړوو. داسې راتلونکی چې ازادي، فرصتونه، خوش بیني او عقیده یقیني کړي." د هغې دا څرګندونې د دیموکرات ګوند په ملي کنوانسیون کې حاضرینو هم اورېدلې.

د شیکاګو په کنوانسیون کې، نورو وینا کوونکو لکه د سنا دیموکرات رئیس چک شومر او د ورمانټ ایالت خپلواک سناتور برني سنډرز چې د پرمختیا غوښتونکو ترمنځ محبوبیت لري، کاملا هریس وستایله.

د څلور ورځني کنوانسیون په دوهمه ورځ، همدارنګه، د مختلفو ایالتونو څخه ورغلیو استازو په خپل وار د دیموکرات ګوند له نوماندې څخه د خپل ملاتړ څرګندونه وکړه.

د متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما او د هغه مېرمن میشل اوباما په شیکاګو کې د دیموکرات ګوند په ملي کنوانسیون کې
د متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما او د هغه مېرمن میشل اوباما په شیکاګو کې د دیموکرات ګوند په ملي کنوانسیون کې

د ټرمپ کمپاین

د دیموکراتانو د کنوانسیون هم مهاله، ټرمپ په هغو ایالتونو کې په کمپاین بوخت دی چې رایې یې په راتلونکو ټاکنو کې سرنوشت جوړوونکې بلل کیږي. هغه د سه شنبې په ورځ په میشیګن کې د کمپاین په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د پولیسو د افسرانو ترمنځ ولاړ و، کاملا هریس د "جنایتکارو د حلقې مشره" وبلله چې په ټول هېواد کې یې "پر پولیسو مارکسیستي بریدونه کړي دي."

ټرمپ وویل چې په ټاکنو کې د دیموکراتانو د بریا په صورت کې "کاملا هریس به جرایم، ګډوډي، تباهي او مرګونه زیات کړي." ټرمپ له دې وړاندې هم د خپلو دیموکراتو سیالانو په اړه سخت انتقادونه کړي دي.

بل خوا هریس راتلونکې ټاکنې سرنوشت سازې بللي او پر امریکایانو یې غږ کړی چې د سترې محکمې لخوا ټرمپ ته د جمهوري ریاست د مصونیت ورکولو پرېکړه بابېزه و نه ګڼي، چې د هغې په خبره، ټرمپ به ورڅخه ناوړه ګټه پورته کړي.

هغې همدارنګه د جنین د سقط د حق په وړاندې د ټرمپ مخالفت ته ګوته ونیوله او نیوکه یې وکړه چې ټرمپ او د هغه جمهوري غوښتونکي ملاتړي "په ښکاره پر ښځو باور نلري او موږ پر ښځو باور کوو."

د هریس په ټاکنیز کمپاین کې ځینې مسایل د ولسمشر جو بایډن د کمپاین د هغو ټکو تکرار دی چې ټرمپ دیموکراسۍ ته خطر بولي. بایډن راتلونکو ټاکنو ته له خپلې نوماندۍ تېر شوی او پر ځای یې د خپلې مرستیالې کاملا هریس د نوماندۍ ملاتړ کړی دی.

هریس ادعا وکړه چې ټرمپ د ازادۍ ځینې هغه اساسات ګواښي چې د امریکایانو لپاره زیات ارزښت لري. هغې وویل: "د داسې سابقې لرونکی یو کس باید هیڅکله بیا د متحده ایالاتو تر ولسمشرۍ و نه رسیږي."

ددې مطلب ځینې معلومات د اسوشیتد پرس د راپور څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG