د امریکا په متحده ایالاتو کې میشت یو شمیر افغانان د امریکا د نوي جمهور رئیس څخه غواړي چې افغانستان له پامه ونه غورځوي او ددغه هیواد د خلکو برخه لیک په اړه بې تفاوته پاتې نشي.
یو شمیرهغو افغانانو په باور چې امریکا غږ سره یې خبرې کړي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پرافغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې ددغه هیواد خلک په یو ډول بې سرنوشتۍ کې ژوند کوي او دا هیواد " ښځو او سړیو ته په زندان" بدل شوی دی.
د ویرجینیا په ایالت کې یو افغان اوسیدونکی محمد تمیم امریکا غږ ته وویل: " د امریکا نوی جمهور رئیس باید د افغانستان په تړاو خپل بهرني سیاست ته بیا کتنه وکړي او طالبانو سره د هرډول تعامل څخه ډډه وکړي".
تمیم افغانانو سره د امریکا د مالي مرستو د زیاتیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دې ته اړتیا ده چې دا مرستې په ډیر شفاف ډول افغانانو ته ورسول شي. د ده د وینا پراساس ددې لپاره چې د امریکا له خوا افغانانو سره شوې مرستې د طالبانو لاس ته ورنشي، باید چې د مرستو د رسولو بهیر له نږدې وڅارل شي.
هغه وویل: " په افغانستان کې د ښځو او نجونوپه برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي، طالبانو ته دې قناعت ورکړل شي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پرمخ پرانیځي او هم ښځې وکولای شي په ټولنه کې فعاله ونده ولري".
د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست ټاکنې د سه شنبې په ورځ نومبرپنځم ( لړم ۱۵) ترسره شوې، چې په ترڅ کې يې ددغه هیواد میلیونونو اوسیدونکو د خپلې خوښې د جمهور رئاست نوماند ته رایې ورکړې. تراوسه ددغو ټاکنو وروستۍ رسمي پایلې نه دي اعلان شوي.
په دغو رایو ورکوونکو کې یو زیات شمیر افغانان چې د رایې اچونې قانوني معیارونو برابر و هم ګډون کړی وو او د خپلې خوښې د جمهوري ریاست نوماند ته یې رایې اچولې دي.
د امریکا کلفورنیا په ایالت کې میشت د افغان پوځ یو پخواني منسوب سلطان محمد رسولي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره د کار تجربه لري، امریکا غږ ته وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او طالبانو ته ددغه هیواد بیا په لاس ورتللو وروسته افغانانو او د افغانستان وضعیت ته د امریکا حکومت د چارواکو پاملرنه کمه شوې ده.
هغه وویل: " متاسفانه د دوحې د هوکړې د لاسلیک اود پخواني حکومت د ړنګیدو او پر افغانستان باندې د طالبانود بیا واکمنیدو وروسته زمونږ هیواد جغرافیه د ۳۵ میلیونو انسانانو لپاره په یو زندان بدله شوې ده".
د ښاغلي رسولي په وینا په تیرو څه باندې دریو کلنو کې " د ښځو او نجونو په ګډون " طالبانو د خپلو مخالفانو وژلو، نیولو او په جبري ډول کډه کولو ته" دوام ورکړی دی ددغه هیواد ټولو اوسیدونکو ته یې د ژوند تیرولو فضا تنګه کړې ده.
ښاغلی رسولي وايي چې د پخواني رژیم د مشرانو د کمزورتیا سربیره، د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو وتل او د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې هوکړه لیک لاسلیک د ګډوډۍ اوطالبانو ډلې ته د افغانستان په لاس ورتللو سبب شو.
هغه وویل: " د امریکا د راتلوونکی مشر څخه زمونږ غوښتنه داده چې بشري وضعیت ته دې جدي پاملرنه وکړي او مختلفو سیاسي ډلو، مدني ټولنې په ځانګړي ډول ښځو ته د خبرو د زمینې په برابرولو سره دې افغانستان کې د یو مشروع نظام رامنځ ته کیدو ته لاره هواره کړي ترڅو افغانان د دغه وضعیت څخه وژغورل شي".
افغان مدني فعال نجیب ننګیال چې د څه مودې راهیسې په امریکا کې میشت دی هم د خپل فیسبوک په پاڼه لیکلي چې که چیرې د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وګټي نو ممکن د افغانستان په وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو په سیاست کې بدلون راشي او دغه هیواد ته به د امریکا پاملرنه یو څه زیاته شي.
فورم \ دبحث خونه