د امريکا په سلګونو پخوانيو پوځيانو او اوسنيو او پخوانيو پوځي او ملکي مقاماتو د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد کانګرس ته يو ليک استولی او د دغه هېواد د کانګرس له غړو څخه یې د افغانانو د لېږد او په امریکا کې د بیا مېشتېدو د پروګرام د دوام غوښتنه کړې ده.
دا لیک، افغان ایوک، د هغو بنسټونو یو ایتلاف چې متحده ایالاتو ته د خطر سره د مخامخ افغانانو د لیږد او بیا میشتیدنې په برخه کې د متحده ایالاتو د حکومت سره همکاري کوي، ترتیب او منسجم کړی، چې د متحده ایالاتو ۳۸۰ اوسنیو او پخوانیو پوځي او ملکي منسوبینو لاسلیک کړی دی.
په لیک کې راغلي چې امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اس ای وي) باید هغو افغانانو ته ورکړل شي چې په افغانستان کې د امریکا د څه باندې دوو لسیزو د پوځي حضور پر مهال له امریکايي پوځیانو سره کار کړی او اوس په افغانستان کې دي او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.
د لیک لاسلیکونکو لیکلي: "مونږ ډیرو د افغان ژباړونکو، سرتیرو او افغان کورنیو سره نږدې کار کړی چې زموږ د ساتنې او لارښوونې لپاره یې هر څه په خطر کې اچولي. اوس د هغوی پریښودل د هغو ارزښتونو خلاف دي چې موږ یې د دفاع لپاره وجنګیدو او د هغه باور سره خیانت دی چې موږ د مبارزې او د ګډې سرښیندنې په کلونو کې رامنځته کړ."
هغوی چې دغه لیک یې لاسلیک کړی له ټرمپ څخه غوښتي چې د خطر سره مخ افغانانو لپاره د لیږد پروګرام تمویل کړي او د متحده ایالاتو کانګرس څخه یې هم غوښتنه کړې چې د خطر سره مخ افغانانو لپاره امریکا ته د مهاجرت ۵۰ زره نوې ویزې منظور کړي.
د امریکا کانګرس د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا له پوځ او حکومت سره همکاري کړې څه باندې ۵۰ زره د کډوالۍ ځانګړې ویزې تصویب کړې وې او تمه ده چې دا ټولې ویزې به د روان کال د دوبي تر پایه صادرې او بشپړې شي.
د افغان ایوک ایتلاف رئیس، شان ون ډايور ویلي، دغه ليک هغه اندېښنې منعکسوي چې ښايي ټرمپ د خپلو ژمنو د يوې برخې په توګه د کډوالو او د کډوالۍ د تګلارې د مخنيوي په برخه کې د افغانانو لپاره د امريکا د ويزې ځانګړي پروګرام محدود او يا ختم کړي.
نوموړي رویټرز ته وویل: "یو ریښتینی ویره شته چې ولسمشر ټرمپ او سټیفن میلر به د کډوالۍ او بیا میشتیدنې ویزو پروګرام ورو کولو یا حتی بندولو لپاره بیوروکراټیکو خنډونو ته مخه کړي او یو ځل بیا زموږ متحدین په خپل حال خوشي کړای شي."
سټیفن میلر، چې د ټرمپ د کډوالۍ پالیسي طرحه کونکی دې، ټاکل شوې د امریکا په نوې اداره کې د ټرمپ د دفتر د رئیس د مرستیال په توګه دنده ترسره کړي. د امریکا یو شمېر پخواني مقامات وايي، د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې مېلر امریکا ته د کډوالۍ په بهیر کې د بیروکراسي ستونزې رامنځته کړې، چې د افغان امریکايي سرتېرو د متحدینو لپاره یې امریکا ته د ځانګړي کډوالۍ د ویزې د غوښتلو بهیر هم اغېزمن کړی و.
خو، د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر مایکل والټز چې د ډونالډ ټرمپ لخوا د خپل ملي امنیت سلاکار په توګه غوره شوی، د کډوالۍ د ځانګړي پروګرامونو او متحده ایالاتو ته د افغانانو د بیا میشتیدنې قوي ملاتړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، له هغه راهیسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، تر ۱۸۳ زره ډېر د خطر سره مخامخ افغانان د هغوی د کورنیو د غړو سره یو ځای امریکا ته لېږدول شوي او مېشت شوي دي، خو په زرګونو نور افغانان چې غوښتنلیکونه یې منظور شوي، دننه په افغانستان کې یا په نورو هیوادونو کې د متحده ایالاتو د ځانګړي مهاجرت ویزې ترلاسه کولو ته انتظار باسي.
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ انتقالي ټیم تر اوسه د دغه لیک په اړه څه نه دي ویلي.
ټرمپ او کانګرس ته د امریکا د سلګونو اوسنیو او پخوانیو پوځي او ملکي مقاماتو لیک: امریکا ته د افغانانو لېږلو ته دوام ورکړئ
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه