د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ټاکنو کې د جعلي خبرونو د خپرېدو او داخلي مداخلو خبرداری


د متحدو ایالتونو د فدرال د تحقیقاتو ادارې (اف بي آی) د ټاکنو سره همهاله امریکایانو ته د جعلي خبرونو او د ټاکنو د ګډوډولو په اړه د ځینو هېوادونو د مداخلې په اړه خبرداری ورکړ.

اف بي آی نن سه شنبه نومبر پنځمه (لړم۱۵) په یوې اعلامیې کې د ناسمو اطلاعاتو خپرېدو هڅې ته یوه اشاره وکړه، چې له خلکو غوښتل شوي وو چې د ترهګریزو ګواښونو له کبله دې د ټاکنو له مرکزونو څخه لېرې واوسي.

د دروغو لومړی ګواښ د سه شنبې په سهار د جورجیا په ایالت کې د لږ وخت لپاره په ځینو مرکزونو کې رایه اچوونه وځنډوله، خو مقاماتو ژر څرګند کړ چې دا ګواښونه جعلي دي او د جورجیا د مقاماتو په وینا مرکز یې روسیه و.

د فدرال د تحقیقاتو اداره وايي چې په سم ډول د ټاکنو ترسره کېدل یې لومړیتوب دی او وايي چې دا ډول غولوونکو هڅو هدف په امریکا کې د انتخاباتو د بهیر کمزوري کول او په دغه بهیر باندې د خلکو د اعتماد خرابول دي.

اف بي آی د دغو جعلي خبرونو سرچېنه نه ده ښودلې، خو د امریکا امنیتي مقاماتو په دې وروستیو ورځو کې روسیه د جعلي ویدیوکانو عامله بللې وه.

اف بي آی همدغه راز د امریکا په ټاکنو کې باندې د اغیز لرلو په خاطر د ټاکنو په ورځ او له ټاکنو وروسته د روسیې او چین د عملیاتو د زیاتوالي خبره هم کړې وه.

د رویټرز خبري اژانس تازه راپور ورکړی چې ایراني هکرانو د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ځینې اطلاعات غلا کړي. تر دې مخکې د امریکا د عدلیې وزارت د ایران د سپاه پاسدران درې کارکوونکي د ټرمپ په انتخاباتي کمپاین باندې د سایبري دسیې په جوړولو تورن کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG