د لاس رسي وړ اتصالات

 
ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټلو ته نژدې شوی

ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټلو ته نژدې شوی


د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د پنسلوانیا په ګډون د څو پرېکنده او سیالو ایالتونو په ګټلو سره بریا ته نږدې شوی دی.

د متحده ایالاتو په انتخاباتي نظام کې، د ټاکنو وروستۍ پایلې په هر ایالت کې د ولسمشرۍ د نوماندانو د بریا پر بنسټ سنجول کیږي. څرنګه چې د اکثرو ایالتونو پایلې ډیموکراټ او یا جمهوري غوښتونکي ګوند ته ددغو ایالتونو د تمایل پراساس د د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کیدو وروسته اعلانیږي، د اوو رقابتي ایالتونو - پنسلوانیا ، میشیګان ، ویسکانسن ، شمالي کارولینا، جورجیا، اریزونا او نیواډا - پایلې سذنوشت ټاکونکي ګڼل کیږي.

ټرمپ تر اوسه د دریو رقابتي ایالتونو پنسلوانیا، جورجیا او شمالي کارولینا په ګډون د ۲۶۷ ټاکنیزو حوزو په ګټلو سره بریا ته نږدې شوی، په داسې حال کې چې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کاملا هریس تر اوسه ۲۲۴ ټاکنیزې رایې ګټلې دي. د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو لپاره اړینه ده چې یو نوماند لږ تر لږه ۲۷۰ ټاکنیزې حوزي وګټي.

د دې ترڅنګ جمهوري غوښتونکی ګوند د امریکا د مشرانو جرګې د اکثریت څوکیو په ګټلو بریالی شو. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې کوم ګوند به د کانګرس د استازو جرګې واک په لاس کې واخلي.

که څه هم تر اوسه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې په رسمي توګه نه دي اعلان شوې، خو ټرمپ د چهارشنبې په سهار وختي په فلوریډا ایالت کې د خپلو پلویانو د یوې ډلې په منځ کې خپله بریا اعلان کړه. هغه وویل: "دا یو داسې حرکت و چې هیچا دمخه نه و لیدلی، او په صادقانه توګه، زه فکر کوم چې دا د هر وخت ترټولو لوی حرکت و."

ټرمپ په دغه وینا کې، ژمنه وکړه چې د متحده ایالاتو سرحدي ستونزې او "د هیواد ټولې ستونزې" به حل کړي. هغه وویل چې هغه به د "پیاوړې، خوندي او سوکاله امریکا" د جوړولو لپاره کار وکړي.

د کاملا هریس د کمپاین یو چارواکي په واشنګټن ډي سي کې د ولسمشرۍ ددغه کاندیدې پلویانو ته وویل چې هریس به د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو په اړه خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو انتخاباتي سیستم د مختلفو انتخاباتي مقرراتو په ګډون په هر ایالت کې پدې اړه چې رایې څه وخت او څنګه وشمیرل شي د متحده ایاالتو د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان کولو پیچلتیا زیاتوي.

په یو شمیر ایالتونو کې د لومړنیو او پوستي رایو په ګډون د رایو شمیرنه تر هغه وخته نه پیلیږي چې د رای ورکولو مرکزونه نه وي تړل شوي، په دې معنی چې د دغو ایالتونو د وروستیو پایلو اعلان څو ورځې وخت نیسي.

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو نوی ولسمشر د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ لوړه وکړي او خپل کار پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG