د لاس رسي وړ اتصالات

کرن ډیکر: د دوحې غونډې کې افغانې میرمنې نه وې خو په بحثونو کې شاملې وې


کرن ډیکر د دوشنبې په انلاین بڼه د یو شمیر افغان خبریالانو سره د دوحې په درېیمې غونډې کې د طالبانو د پلاوي او د افغانستان لپاره د ۲۴ هیوادونو د ځانګړو استازود بحثونو په اړه معلومات ورکړل.
کرن ډیکر د دوشنبې په انلاین بڼه د یو شمیر افغان خبریالانو سره د دوحې په درېیمې غونډې کې د طالبانو د پلاوي او د افغانستان لپاره د ۲۴ هیوادونو د ځانګړو استازود بحثونو په اړه معلومات ورکړل.

په قطر کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي که څه هم د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي او د ۲۴ هیوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ بحثونو کې افغان میرمنو په فزیکي ډول حضور نه لره، خو د میز په سر بحثونو کې شاملې وې.

کرن ډیکر د دوشنبې د ورځې ناوخته جولاۍ ۲۲( زمري اول) د افغانستان په دننه او بهر کې د دوحې څخه په انلاین بڼه د یو شمیر افغان خبریالانو سره د دوحې په درېیمې غونډې کې د طالبانو د پلاوي او د افغانستان لپاره د ۲۴ هیوادونو د ځانګړو استازود بحثونو په اړه معلومات ورکړل.

ډیکر وویل د طالبانو د پلاوي سره په خبرو کې د شلو څخه اضافه ځانګړو استازو د ټولو افغانانو د حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د کار او زده کړو پرحقونو باندې ټینګار وکړ.

هغې زیاته کړه: "زه فکر کوم د طالبانو سره په غونډه کې ددې سره سره چې افغان میرمنې د غونډې په خونه کې په فزیکي ډول حاضرې نه وې، خو یقینآ هغوی د میز په سر بحثونو کې شاملې وې."

کرن ډیکر وویل چې د دوحې د درېیمې غونډې د جوړیدو یو هدف افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بوختیاو زیاتیدل او په نړیواله ټولنه کې د دغه هیواد بیرته ادغام و او بل هدف یې د بشري او ښځو د حقونو په ګډون د دغه هیواد په ډیرو مهمو مسلو د طالبانو د پلاوي سره د هیوادو د استازو بحثونه وو.

د امریکا د سفارت شارژدافیرې ویل چې دا لومړی ځل و چې د طالبانو پلاوی په یوه خونه کې د هیوادونو د ځانګړو استازو سره د بشري مسلو په ګډون ددغه هیواد د اړوند مسلو په سر خبرې کولې.

میرمن ډیکر وویل: "همدارنګه زه فکر کوم چې دا ډیره په زړه پورې وه چې د طالبانو پلاوي وویل افغانستان په هغه لار روان دی چې افغانان يې غواړي چې په هغه لار روان اوسي او افغانستان چې نن په کوم حالت کې دی افغانان همدغسې افغانستان غواړي."

کرن ډیکر وویل چې د افغانستان د ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو د ځانګړو استازو یوه ډله وه چې افغانستان سره د ښو اړیکو د یادونې ترڅنګ یې تر ډیره د امنیت او د کډوالۍ اړوندو مسلو اندیښنې لرلې او په سیمه کې د زیربناو د رامنځ ته کولو په اړتیا چې افغانستان او دا هیوادونه ترې ګټه پورته کړای شي خبرې وکړې.

په قطر کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې وویل په ګاونډیو هیوادونو کې ځینو یې په لوړ اواز په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو د اړتیا یادونه وکړه.

ډیکر د افغانستان د مدني ټولنې د ۷ تنو استازو سره د هیوادونو د ځانګړو استازو د کتنې په اړه وویل چې د مدني ټولنې ځانګړو استازو ته وویل چې هغوی د هیچا استازیتوب نه کوي او په دې غونډه کې یوازې د خپلو ځانونو په استازیتوب ګډون کړی دی.

میرمن ډیکر افغانستان کې د خصوصي سکټور د ننګونو په اړه د طالبانو د حکومت د پلاوي سره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو د بحثونو په اړه وویل چې په دې بحثونو کې د طالبانو پلاوي ته وویل شو چې د سیمه ییزې سوداګرۍ د چوکاټ په نشتون کې د افغانستان اقتصاد د ستونزو سره مخ کیږي او هم د عامه مصرف په اړه د د شفافیت نشتون ددغه هیواد اقتصاد د ستونزو سره مخ کوي.

نوموړې وویل: " ځانګړو استازو په تکرار تکرار سره طالبانو ته خبرداری ورکړ چې ترهغې چې د افغان میرمنو ته د کار او زده کړو حق نه وي ورکړل شوی د افغانستان اقتصاد به وده ونه کړي.".

د امریکا د سفارت شارژدافیرې وویل د نشه يي توکو سره د مبارزې او په ځانګړي ډول د کوکنارو د کښت د بدیل معیشت لپاره ځانګړو استازو د نړیوالو مرستو د برابرولو په برخه کې په ځانګړي ډول د بدلیل معشیت د برابرولو په برخه کې د ښځو د ونډې یادونه وکړه او د طالبانو یې وغوښتل چې د بدلیل معشیت او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې باید چې د مدني ټولنې د فعالانو سره کارته چمتو شي.

په قطر کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې وویل چې د ۲۴ هیوادونو د ځانګړو استازو اکثریت یې افغانستان په اړه د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي سینرلي اوغلو سپارښتنو څخه ملاتړ وکړ.

د سینرلي اوغلو په سپارښتونو کې افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو یادونه هم شوې، چې ملګرو ملتونو عمومي منشي لا تراوسه نه دی ټاکلی.

طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو مخالفت کوي او ادعا کوي چې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په شتون کې د ځانګړي استازي ټاکلو اړتیا نه لیدل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG