د لاس رسي وړ اتصالات

په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونوغونډه روانه ده


د قطر په پایتخت دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه افغانستان لپاره د یو شمیرهیوادونو د ځانګړو استازو غونډه روانه ده او نن دوشنبه فبرورۍ ۱۹( سلواغې ۳۰) به هم استازي بحثونه کوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې انتونیوګوتیرش به د قطر پر وخت د ماسپښین په دریو بجو په یوخبري کنفرانس کې د دوحې غونډې پایلې خبریالانو سره شریکې کړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي د یکشنبې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۱۸(سلواغې ۲۹) د بندو دروازو شاته افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هیوادونو د ځانګړو استازو د غونډې مشري وکړه. دا غونډه چې د ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې وه شاوخوا پنځه ساعته روانه وه.

د غونډې ګډونوال تر ډیره پدې غږیږي چې د افغانستان اوسنیو چارواکو سره څرنګه د هغې خپلواکې ارزونې له مخې تعامل وکړي چې تیر کال ملګرو ملتونو امنیت شورا په مرسته جوړه شوې ده.

ملګرو ملتونو دې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي هم وربللي و خو طالبانو پکې له ګډون څخه انکار وکړ .

په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین مطبوعاتو ته په یو پیغام کې ویلي چې د دوحې غونډې په ټولو مجلسونو کې د ګډون لپاره یې شرطونه ټاکلي وو چې ونه منل شول او له همدې کبله یې په کې له ګډون ډډه وکړه.

په عین حال کې یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې د غونډې یو شمیر ګډونوال پدې مایوسه وو چې ملګرو ملتونو ونه شو کړی طالبان دې غونډې ته حاضر کړي.

د دوحې په روانه غونډه کې د افغان میرمنو د حقونو اود مدني ټولنې څو تنه غړي هم برخه لري. د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د دوحې په غونډه کې د افغان خبریالانو په استازیتوب د لطف الله نجفي زاده د ګډون هرکلی کړی دی.

دغه مرکز د دوحې د غونډې د ګډونوالو څخه غوښتي چې د طالبانو سره د خبرو پر مهال دې پر دغې ډلې فشار راولي ترڅو د افغان خبریالانو د نیولو بهیر بند او ټولې هغه کړنلارې لغوه کړي چې له امله د رسنیو او خبریالانو ازادي محدوده شوې ده.

ټاکل شوې چې د مدني ټولنې او ښځو د حقونو فعالانې به نن ماسپښین د دوحې د غونډې د ګډونوالو سره په یوه ګډه ناسته کې خبرې وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیواله ټولنه د دغه هېواد له نویو مشرانو سره د تعامل هڅه کوي.

ملګرو ملتونو تېرکال هم د مۍ په میاشت کې په قطر کې د افغانستان په اړه یوه مشورتي غونډه جوړه کړې وه، چې طالبانو ته په کې بلنه نه وه ورکړل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG