د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په تړاو د دوحې د غونډې په اړه نړیوالو بنسټونو اندیښنې، تمې او نیوکې مطرح کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د جورج ټاون انستیتوت وايي چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په تړاو جوړیدونکې غونډې په برخه کې د شفافیت او یوې کړنلارې نشتون د ګډوډۍ سبب شوی او دا اندیښنه یې راولاړه کړې چې ممکن نړیواله ټولنه طالبانو سره د اړیکو عادي کولو ته نږدې شي او د ښځو او نجونو حقونو ته شا واړوي.

د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستیتوت (GIWPS) د جمعې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۶( سلواغې ۲۷) په یوه مقاله کې ویلي چې د افغانستان د بشري، اقتصادي او سیاسي بحران په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي د سپارښتونو پر اساس ټاکل شوې چې دغه غونډه د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او ځینو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د قطر په پایتخت دوحه کې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو جوړه شي.

دغه انستیتوت ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی همغږی کوونکی او خپلواک ارزونکی سپارښتنه کوي چې نړیواله ټولنه دې د باور جوړولو په برخه کې اقدامات ترسره کړي، د علاقې وړ دوه اړخیزو چارو کې دې همکاري وکړي او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیرته ادغام لپاره دې د ښکیلو افغان غاړو ترمنځ بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

خو دغه انستیتوت ویلي چې د دوحې دوییمې غونډې د جوړیدو وړاندې طالبانو سره باید ټول تعاملات په اصولي بڼه ترسره شي او د ملګرو ملتونو منشور ته پابندي باید په لومړیتوب کې ځای ولري او هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک پر اساس د ښځو حقونو ته درناوی په لومړیتوب کې ځای ورکړي.

دغه انستیتوت ویلي: " ملګري ملتونه او ځانګړي استازي باید په فعال ډول د غونډې یوه کړنلار او یوه مسوده شریکه کړي".

همداشان دغه انستیتوت په دې غونډه کې د افغان میرمنو، مدني ټولنې غړو او د قومي اقلیتونو د استازو په ګډون باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې دا ګروپونه د زیاتو ګواښونو لاندې دي او باید چې هغوی ته ددې فرصت ورکړل شي چې د خپلو ټولنو دردونه په مستقیم ډول څرګند کړي.

د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستیتوت ویلي چې د ځانګړي استازي د ټیم د انتخاب وروسته باید دغه ټیم د افغانستان د مختلفو سیمو د ښخو سره سلامشورې وکړي په ځانګړي ډول د هغو ښځو سره چې خپل ځانونه د طالبانو له خوا د ناسمې استفادې خطر کې اچوي او د هغوي پر وړاندې اعتراضونه کوي.

همداشان دغه انستیتوت د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو څخه غوښتي چې په افغانستان کې دننه د بشري او ښځود حقونو د چارو د پرمختګ او د جنسیت پربنسټ د تبعیض پای ته رسیدلو لپاره دې یوه ګډه کړنلار رامنځ ته کړي. ددغه انستیتوت په باور د ځانګړو استازو ترمنځ نه همغږي د بشري حقونو د ښځو د حقونو اړوند خبرو او د فشارراوړلو په برخه کې د هغوی ګډ توان کمزوری کوي.

په عین وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د دوحې غونډه باید د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې د طالبانو تر واکمنۍ د مجازاتو څخه د معافیت دود ته د پای ټکی کیږدي.

ددغه سازمان لوړپوړې مدیرې دپروس موچنا د جمعې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۱۶( سلواغې ۲۷) په یوه اعلامیه کې ویلي: " د دوحې غونډه د ټولو افغانانو د حقونو څخه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره د ګډ او همغږي کوونکي اقدام لپاره یو مهم فرصت دی. د مجازاتو څخه د معافیت دود طالبانو له خوا د سختو بشري حقونو څخه سرغړونو دوام سره مرسته کوي باید په فوري ډول د پاملرنې وړ وګرځي".

د بخښنې د نړیوال سازمان دغې لوړپوړې چارواکې ټینګار کړی چې طالبانو په بشپړ ډول نړیوالو قوانینو ته د افغانستان ژمنو ته شا اړولې او د بیان د ازادۍ، د سوله ییزو غونډو او ټولنو جوړیدو حقونو او عدالت ته لاس رسی په دغه هیواد کې سخت محدود کړی دی.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره دوییمه مشورتي غونډه د روانې میاشتې فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې جوړه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG