د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: دا ډیره مهمه ده چې د دوحې غونډه کې د افغان میرمنو غږ واوریدل شي


عکس ارشیف: د افغان میرمنو اعترضونه
عکس ارشیف: د افغان میرمنو اعترضونه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو په جوړیدونکې غونډې کې د افغان میرمنو د ګډون په اړه ویلي چې دا ډیره مهمه ده چې په دې غونډه کې د افغان میرمنو غږ واوریدل شي.

سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۶) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش به د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د ګډون وروسته د یکشنبې په ورځ د قطر پایتخت دوحې ته لاړ شي او هلته به د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او ځینو نړیوالو سازمانونو د استازو د غونډې کوربتوب وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د دوحې غونډه به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په قطر کې جوړه شي.

ملګرو ملتونو ددغې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتیدلی شي.

په عین وخت کې د ارغوني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو یو خوځښت د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغې۲۷) په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان د تغیر وړ نه دي او باید چې ددغې ډلې د یو بدلیل حکومت څخه په نړیواله کچه ملاتړ وشي.

په اعلامیه کې ویل شوي: " په ملي او نړیواله کچه د ډیرو هڅو سره سره او د تیرو څه باندې دوو کلنو په موده کې طالبانو ته له پوښتنې پرته د میلیونونو ډالرو د مرستو رسیدل دا په بشپړه توګه څرګنده شوه چې دا ډله د تغیر او انعطاف وړ نه ده او حتی د هیواد اوسیدونکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو او زیانمنوونکو قومونو لومړنیو انساني او بشري حقونو ته درناوی نلري".

دغه خوځښت په دې اعلامیه کې طالبان په افغانستان کې بشري جنایتونو، د هزاره ګانو د قوم د نسل وژنې او د جنسیت پربنسټ تبعیض باندې تورن کړي او ویلي دي چې د تیرو دوه نیمو کلنو طالبانو واکمني دا ثابتوي چې دا ډله د افغانستان خلګو او نړیوالې ټولنې سره د تعامل توان نلري.

د افغان میرمنو دغه اعتراضې حرکت په خپله اعلامیه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" باندې هم انتقاد کړی او ویلي دي چې دغه دفتر طالبانو سره د تعامل د زیاتولو لپاره ددغې ډلې استازې په دوحه کې غونډې ته بللې دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " زمونږ له نظره طالبانو سره د تعامل زیاتول او د ملګرو ملتونو د سازمان غونډو ته ورته بلنه ورکول دغې ډلې ته لا ددې جرات ورکوي چې پرته له ویرې او قانوني تعقیب څخه د سختو محدودیونو په لګولو ...سیمې او نړۍ ته جدي ګواښ متوجه کړي".

د افغان میرمنو دغه خوځښت په خپله اعلامیه کې په نړیوالو غونډو کې د طالبانو د استازو ګډون د دغې ډلې د ګډون عادي کیدل هم غندلي او ویلي دي چې په کار نه دي چې ملګري ملتونه د افغانستان د واقعي استازو په ځانګړي ډول د ښځود استازو په غیاب کې پریکړې وکړي او د ښځو او زیانمنوونکو قومونو د برخلیک په اړه معامله وکړي.

د ارغوني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنودغه خوځښت ویلي: " مونږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغانستان په تړاو ددغې ټولنې له خوا په جوړیدونکو غونډو کې د خلکو ریښتیني استازي په ځانګړي ډول هیواد کې دننه معترضې ښځې چې په تیرو دوو نیمو کلنو کې یې د طالبانو د ټول وحشت سره سره د مبارزې په لیکو کې ولاړې دي بلنه ورکړي او د افغانستان د عیني واقعیتونو په رڼا کې په حل لارو تمرکز وشي".

ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې په راروانه غونډه کې یې د مدني ټولنې یو شمیر افغان فعالانو او د افغان میرمنو استازو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا غونډه به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړو استازو ته ددې فرصت ورکړي چې په ډله ییز ډول د افغانستان په مسله کې د واکمنو طالبانو د حکومت د استازو په ګډون د اړوندو ښکیلو غاړو، مدني ټولنې د افغان فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG