د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو خبرداری: د طالبانو په رسمیت پیژندنه به د میرمنو د حقونو کړکیچ لا ډیر کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ملګرو ملتونو یوه څیړنه چې نتیجه یې جمعه فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) خپره شوې، په افغانستان کې ۶۷ په سلو کې میرمنو اندیښنه څرګنده کړې که د طالبانو حکومت په نړیواله کچه په رسمیت وپیژندل شي، د دوي د حقونو بحران به لا ډیر شي.

د ملګرو ملتونو دا راپوره داسې مهال خپور شوی چې ټاکل شوې د همدې را روانې یکشنبې په ورځ د قطر دوحې کې د ملګرو ملتونو لخوا رابلل شوې غونډې کې یو شمیر هیوادونه، سیمه ایزې ادارې او د افغانستان لپاره د ځینو هیوادونو ځانګړي استازي د طالبانو سره د تعامل په لارو چاو وغږیږي.

پدې غونډې کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې خو طالبانو پدې غونډې کې خپل ګډون داسې مطرح کړی چې ګواکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونو ګوتریش هغوي د افغانستان د رسمي استازو په توګه دې غونډې ته وربللي دي.

دا راپور چې د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې، د کډوالۍ لپاره نړیوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) په ګډه جوړ کړی پکې ویل شوي چې میرمنو د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندلو په هکله "ډار او اندیښنه" ښودلې.

د راپور یوې برخې کې راغلي، " د اوسنیو شرایطو له مخې به د میرمنو د حقونو کړکیچ لا ډیر شي او دا خطر به هم زیات شي چې د افغانستان اوسني چارواکي (طالبان) په میرمنو او نجونو لګیدلي محدودیتونه لا قوي او پراخ کړي".

د ملګرو ملتونو ادارو دا راپور د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ۷۴۵ میرمنو سره د جنوري ۲۷ مې څخه د فبروري اتمې نیټې پورې په انلاین بڼه او مخامخ مرکو له مخې ترتیب کړی.

د ملګرو ملتونو پدې راپور کې راغلي چې افغان میرمنو د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې تر هغې دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژنې تر څو چې په میرمنو او نجونو لګیدلي بندیزونه او محدودیتونه یې نه وي لیرې کړي.

دې میرمنو همدارنګه خبرداری ورکړی چې د نجونو او میرمنو حقونو په برخې کې د طالبانو سابقې ته په کتو دا څرګندیږي چې د اوسني وضعیت بدلولو لپاره په هغوي باور نشي کیدی.

په مرکو کې دې میرمنو دا هم ویلي چې د نړۍ لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې نړیوالې مرستې په افغانستان کې د میرمنو وضعیت بهتره کیدو سره وتړي او دا شرایط دې هم برابر کړي چې افغان میرمنې وکړی شي مخامخ د طالبانو سره خبرې وکړي.

په راپور کې همدغه راز ویل شوي چې په افغانستان کې اکثریت میرمنې د پخوا راهیسې پرده کوي "خو دا چې په کوم ډول یې طالبانو د تطبیق کیدو لپاره عمل کړی، میرمنو ورځنی ژوند او په راتلونکې کې فرصتونه یې د نا معلوم وضعیت سره مخ کړي او د هغوي (افغان میرمنو) رواني روغتیا یې لا پسې خرابه کړې".

د بښنې نړیوال سازمان هم د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې غوښتي چې د طالبانو په واکمنۍ کې باید د بشري حقونو سرغړاوونکو معافیت پای ته ورسیږي.

د نړیوالې ادارې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د افغان میرمنو او نجونو په حقونو د تازه بندیزونو په هکله ویلي ویلي چې " د افغان میرمنو او نجونو په حقونوتبعیضي بندیزونه چې ظاهراً یې هدف په بشپړه توګه له صحنې څخه د هغوي پاکول دي، پدې تیرو څو میاشتو کې شدید شویدي".

د بښنې نړیوال سازمان یو جګپوړي رئیس دیپروسي موچینا پدې اعلامیې کې ویلې چې د دوحې غونډې ګډوانوال باید له طالبانو وغواړي چې په سمدستي توګه د میرمنو او نجونو په حقونو ټول لګیدلي بندیزونه او محدودیتونه لیرې کړي او ټول هغه کسان خوشې کړي چې پخپل سرې او غیر قانوني توګه نیول شوي او بندیان شویدي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د نجونو د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستیو کې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه.

طالبان د خپل حکومت په کړنو انتقادونه نه مني او د غرب تبلیغات یې بولي. هغوي استدلال کوي چې حکومت یې د افغان کلتور او شریعت سره برابر دی او پدې برخې کې هیڅ جوړجاړی نه مني.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په او د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي د سپارښتنو په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او نړیوالو سازمانو د استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG