د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د ځینو هیوادونو ځانګړو استازو په دوحه کې سره وکتل


په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه
په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه

د افغانستان لپاره د څو هېوادونو ځانګړو استازو نن د فبرورۍ په ۱۸مه (سلواغې ۲۹) په دوحې کې په داسې حال د افغانستان په هکله په غونډې کې ګډون وکړ، چې تر اوسه څرګنده نه ده ایا طالبان به د ملګرو ملتونو په کوربتوب د تړلو دروازو تر شا په دې غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) د ایکس په ټولینزه شبکه کې خپره شوه ویلي چې د دغې ډلې پلاوی به په دې غونډه کې یوازې هغه مهال ګډون وکړي چې دوی د افغانستان د رسمي استازو په توګه ومنل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي چې د دوحې په غونډه کې د امریکا، کاناډا، چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، ایټالیا، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، د کوريا جمهوريت، روسيې، سعودي عربستان، سويس، تاجیکستان، ترکيه، ترکمنستان، متحدو عربو اماراتو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاريو سازمان او د شانګهای د همکارۍ سازمان استاري ګډون کوي. دغې غونډې ته د مدني ټولنې ځينې استازي او افغان مېرمنې هم بلل شوي دي.

تمه ده چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به له افغانستان سره د تعامل د زیاتولو او له دغه هېواد سره د لا همغږۍ په اړه خبرې وشي. د ناروې د مهاجرت د شورا عمومي منشي ین ایګلند په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو دغه غبرګون "ناراحته کوونکی" دی. هغه لیکلي: "موږ له ټولو ډلو څخه غواړو چې داسې هوکړې ته د رسیدو لپاره جدي کار وکړي چې د افغانستان خلکو ته، چې د اوږدې مودې راهیسې رنځیږي، ګټور وي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیواله ټولنه د دغه هېواد له نویو مشرانو سره د تعامل هڅه کوي.

ملګرو ملتونو تېرکال هم د مۍ په میاشت کې په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه، چې د بندو دروازو تر شاه وشوه او طالبانو ته په کې بلنه ورکړل شوې نه وه.

د دوحې د غونډې تنظیموونکي تاکید کوي چې باید په افغانستان کې دننه او د باندې د ښځو، رسنیو او سوداګرو غږ واوري.

یوې دپلوماتیکې سرچنې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې د طالبانو بله غوښتنه دا ده چې د هغوی استازی دی د ملګرو ملتونو له عمومي منشی سره وګوري او د خپل دریځ د څرګندولو فرصت ترلاسه کړي.

طالبان وايي چې په خپلو شرایطو ټېنګار کوي او که ونه منل شي دا غونډه به بې نتیجې وې. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په ښځو او نجونو باندې کلک بندیزونه لګولي.

طالبانو له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زده کړو او په حکومتي او نا حکومتي ادارو کې یې هم د ښځو په کارونه باندې بندیزونه ولګول، پارکونو او حمامونو ته یې په ورتګ او نور ازاد تګ راتګ هم ځینې بندیزونه ولګول.

د طالبانو له دغو پرېکړو وروسته یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ادارو یا له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړې او یا یې کمې کړې.

په دې غونډې کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د یوې خپلواکې ارزونې وړاندیز باندې هم بحثونه وشي. په دغو وړاندیزونو کې راغلي دي چې د طالبانو په رسمیت پېژندل له ښځو او نجونو د حقونو سره د هغوی په چال چلند پورې تړلي دي.

لویدیځو هېوادونو د دغو وړاندیزونو ننګه کړې ده، په وړاندیزونو کې د افغانستان لپاره د یو بل ځانګړي استازي ګمارل هم شامل دي چې طالبان یې له ګمارلو سره مخالف دي.

د ښځو د حقونو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو کاري ډلې ویلي دي چې د دوحې غونډه ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نړیوالې ټولنې ته یو فرصت دی چې په دې باندې بیا ټېنګار وکړي چې د افغان ښځو په حقونو باندې مذاکره نه شي کېدای.

د دغې ډلې په اعلامیې کې راغلي چې د افغان ښځو حقونو ته درناوی باید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تعامل مهم ټکی او د دغې غونډې د اجنډا په سر کې وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG