د لاس رسي وړ اتصالات

دوحه کې د افغانستان په هکله د غونډې لومړۍ ورځ ؛ طالبانو پکې ګډون ندی کړی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په دوحې کې د افغانستان په هکله غونډه پرانیستله.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په دوحې کې د افغانستان په هکله غونډه پرانیستله.

د قطر په پایتخت دوحې کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا رابلل شوې دوه ورځنۍ غونډه یکشنبه فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) د طالبانو د ګډون پرته پیل شوه.

انټونو ګوتریش دې غونډې ته د افغانستان په چارو کې د ۲۵ هیوادونو ځانګړو استازو، د میرمنو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې غړیو، د اسلامي همکارۍ سازمان ، اروپایي اتحادیې او شانهګای همکارۍ سازمان استازو ته پدې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړې.

د غونډې ګډون وال پدې غږیږي چې د افغانستان اوسنیو چارواکو سره څرنګه د هغې خپلواکې ارزیابۍ له مخې تعامل وکړي چې تیر کال ملګرو ملتونو امنیت شورا په مرستې جوړه شوې .

ملګرو ملتونو دې غونډې ته طالبان هم وربللي و خو هغوي پکې له ګډون انکار وکړ.

په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین مطبوعاتو ته په یو پیغام کې ویلي چې د دوحې غونډې په ټولو مجلسونو کې د ګډون لپاره یې شرطونه ټاکلي و چې ونه منل شول او له همدې کبله یې پکې له ګډون ډډه وکړله.

په عین حال کې یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې د غونډې یو شمیر ګډون وال پدې مایوسه و چې ملګرو ملتونو ونشو کړی طالبان دې غونډې ته حاضر کاندي.

د همدې غونډې یو ګډون وال بیا امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د طالبانو نه ګډون سره سره دا غونډه مهمه ده ځکه نړیواله ټولنه پداسې حال کې د افغانستان په هکله غږیږي چې د ټولې نړۍ پام په غزې او اوکراین کې روانو جګړو ته دی.

په افغانستان کې د پاکستان شاردافیر عبیدالرحمان نظاماني چې پدې غونډې کې یې ګډون کړی امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دا غونډه د طالبانو په هکله نه بلکې د افغانستان په هکله ده او له همدې کبله مهمه ده.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانکړي استازي آصف دراني په جلا توګه په دوحې کې د سهیل شاهین سره کتلي دي. ښاغلي دراني د اکس په شبکې د ښاغلي شاهین سره د خپل ملاقات انځور خپور کړی خو دا یې ندي ویلي چې په کومو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي.

خبریال او د افغانستان د چارو مبصر سمیع یوسفزی وایي چې طالبانو پدې غونډې که د نه ګډون کولو له وجې یو فرصت ضایع کړ.

ښاغلي یوسفزي امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو نه ګډون د هغوي "سهوه" وبلله او زیاته کړه چې دا کار ښایي د نړیوالې ټولنې او طالبانو تر منځ واټن ډیر کړي.

یوسفزي زیاته کړه، "نړیواله ټولنه دا مني چې طالبان یو واقعیت دی او غواړي چې ورسره خبرې وکړي خو زه فکر کوم چې نه ګډون یې افغان ولس هم زیانمنوي".

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته تر اوسه هېڅ هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیواله ټولنه د دغه هېواد له نویو مشرانو سره د تعامل هڅه کوي.

ملګرو ملتونو تېرکال هم د مۍ په میاشت کې په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه، چې د بندو دروازو تر شاه وشوه او طالبانو ته په کې بلنه ورکړل شوې نه وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG