د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د ریچارد بنیټ پر سفر بندیز ته غبرګونونه


ریچارډ بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مۍ په میاشت د ملګروملتونو له خوا افغانستان لپاره د ځانګړی راپور ورکوونکی په توګه ټاکل شوی او د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړيدي.
ریچارډ بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مۍ په میاشت د ملګروملتونو له خوا افغانستان لپاره د ځانګړی راپور ورکوونکی په توګه ټاکل شوی او د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړيدي.

د طالبانو د حکومت له خوا افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ پر سفر بندیز ته نړیوالو او د ځینو افغان بنسټونو تند غبرګونونه ښودلي او د طالبانو دا اقدام یې غندلی دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان د اسیا د څانګې مسوولې ایلین پیرسن ویلي چې د طالبانو له خوا افغانستان ته د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ سفر باندې بندیز بشري حقونو ته ددغې ډلې بشپړه بې اعتنايي ده، خو د تعجب وړنه ده.

میرمن ایلین ویلي دا اقدام د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې مستندیدل او ځواب ویلو پر وړاندې باید چې نړیوال عزم پیاوړی کړي.

ایلین پیرسن د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "طالبانو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی افغانستان ته له تللو منع کړی دی، د شرم ډکه پریکړه خو د تعجب وړ نه ده".

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا لپاره کمپاین د چارو مشرې سیمرا حمیدي د طالبانو د حکومت دغې پریکړې ته په غبرګون کې ویلي چې ملګرو ملتونو د دوحې په ۳ غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړې وه، خو دغې ډلې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په سفر باندې بندیز ولګوه.

میرمن حمیدي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "د دوحې د غونډې په څیر د هڅو ماتې چې بشري حقونه مستثنی کوي، له دې زیات نشی کیدلای چې د لیدلو وړ اوسي".

د بخښنې نړیوال سازمان دغې چارواکې په افغانستان کې د ریچارد بنیټ د کار څخه په منني هغه ته په خطاب کې ویلي باید په دې پوه شي چې د طالبانو دا کار دغې ډلې ته زیان رسوي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې موسسې هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو دا پریکړه د دغې ډلې له خوا په افغانستان کې په پرله پسې ډول د نړیوالو له سترګود بشري حقونو د سرغړونو د پټولو یوه عمدي هڅه ګڼلې ده.

د بشري حقونو د مدافعانو مجمع هم په یوه اعلامیه کې افغانستان ته د طالبانود حکومت له خوا د ریچارد بنیټ په سفر بندیز د دغې ډلې د حکومت یوه غیرمسوولانه پریکړې په توګه یاده کړې او ویلي دي چې دا اقدام د بشري حقونو د مدافعانو او د مدني ټولنې فعالانو د ژورې اندیښنې سبب شوی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "افغانستان کې د وضعیت پیچلتیا ته په کتنې، ځانګړی راپور ورکوونکی په افغانستان کې په بشري وضعیت باندې د څارنې په برخه ک د یو مهم ماموریت په توګه ګڼل کیږي. دولتونه مکلف دي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکو ته رغنده همکارۍ زمینه برابره کړي. د همدې له امله د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په سفر بندیز د نړیوالو حقوقي منل شویو قوانینو په خلاف دی".

پخپله ریچارد بنیټ د طالبانو د حکومت له خوا افغانستان ته د سفر څخه د منع کولو د پریکړې په اړه ویلي چې په افغانستان کې به د بشري حقونو د سرغړونو او نورو سرغړونو په اړه د مستندو راپورونو ترتیبولو ته دوام ورکړي.

هغه ویلي چې د طالبانو دا پرېکړه د بشري حقونو په اړه له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د ددغې ډلې د تعامل په اړه یوه اندېښمنوونکې نښه ده.

ریچارد بنیټ ویلي چې له طالبانو سره په تعامل کې "شفاف" و او د "وظیفوي مسئولیت په توګه " یې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړه دې بیرته واخلي او هغه ته دې افغانستان ته د سفر اجازه ورکړي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ اګست ۲۰ (زمري ۳۰) وویل چې افغانستان ته د ریچارد بنیټ په سفر د بندیز د لګولو علت د ښاغلي بنیټ له خوا د طالبانو د حکومت پرخلاف تبلیغات وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "هغه کوچني مسایل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست". ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ریچارد بنیټ په خبرو طالبان باور نه کوي.

ریچارد بنیټ ویلي چې له طالبانو سره په تعامل کې "شفاف" و او د "وظیفوي د مسئولیت په توګه "یې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړه دې بیرته واخلي او هغه ته دې افغانستان ته د سفر اجازه ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG