د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغانستان ته د ریچارد بینټ په سفر بندیز لګولی دی


ریچارد بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی دی.
ریچارد بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو حکومت افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ په سفر د بندیز د لګولو اعلان کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ ناوخته اګست ۲۰ (زمري ۳۰) د جرمني د دوېچویله رسنۍ سره په مرکه کې د ریچارد بنیټ په سفر د بندیز د لګولو علت د ښاغلي بنیټ له خوا د طالبانو د حکومت پرخلاف تبلیغ بللی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "هغه کوچني مسایل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست". ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ریچارد بنیټ په خبرو طالبان باور نه کوي.

دپلوماتیکو سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ریچارد بنیټ ته د طالبانو ددغې پریکړې په اړه څو میاشتې وړاندې خبر ورکړل شوی وو او ورته ویل شوي وو چې هغه ته به افغانستان کې هرکلی ونه ویل شي.

دغو دپلوماتیکو سرچینو ویلي چې څو میاشتې وړاندې چې طالبانو افغانستان ته د ریچارد بنیټ په سفر بندیز ولګوه ددغه حکومت چارواکو ویلي و چې د طالبانو ستونزه د بشري حقونو د څارنې او راپور ورکولو سره نه ده، بلکې هغوی شخصآ د ځانګړي راپور ورکوونکي سره ستونزه لري.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د سه شنبې په ورځ اګست ۲۰ (زمري ۳۰) د طالبانو له خوا په ریچارد بنیټ باندې د سفر بندیز نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.

هغه وویل: "ځانګړي راپور ورکوونکي په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په ښه کیدو کې ډېر مهم رول تر سره کوي، مونږ له دوی سره د بشپړې همکارۍ هڅونه کوو".

ریچارد بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه ټاکل شوی دی. هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او د کابل سربیره یې ځینو نورو ښارونو څخه هم لیدنه کړې ده.

ریچارد بنیټ په تیرو څه باندې دوو کلنو کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه دغې شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپورونو د برابرولو ترڅنګ د بشري حقونو د شورا د نورو کارپوهانو سره یوځای ځینې راپورونه او اعلامیې هم ترتیب کړي او د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او مذهبي او قومي اقلیتونو ناسم وضعیت په تړاو مسایلو ته ځای ورکړی دی.

ریچارد بنیټ پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د درېیم کال د پوره کیدو پر مهال هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د یو شمیر نورو کارپوهانو سره یو ځای په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ډلې توپیري سیستماتیک چلند ته په کتو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دغه هیواد کې دې د حاکمو مقاماتو [طالبانو] او د هغوی رژیم د عادي کیدو څخه ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د کارپوهانو دغه ګډه اعلامیه چې د اګست ۱۴ (زمري۲۴) په ژنیو کې خپره شوې په کې ویل شوي چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د بنسټیز توپیري، جلاوالي او محرومه کولو له چلند څخه کار اخیستی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په تیرو دریو کلونو کې د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه او ازادي، د یو داسې رژیم له خوا له وحشتناکو اومخ پر زیاتیدونکو بریدونو سره مخامخ دي، چې مشروعیت او ټولشمولیت نه لري، هر ډول مخالف ځپي، مدني ټولنې او رسنۍ یې ترسخت فشار لاندې راوستي، د عدالت اصولو، د تبعیض نه کولو، برابرۍ او د قانون واکمني ته یې ښکاره بې پروايي ښوولې. وضعیت مخ پرخرابېدو روان دی او دې برخه کې جدي او ډیرو اغېزناکه نړیوالو اقداماتو ته بېړنۍ اړتیا ده".

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې په تېر کال کې، طالبانو د جنسیت ځپنې خپل بنسټیز شوی سیستم نور هم سخت او پیاوړی کړ، له تبعیض څخه ډک نوي احکام او کړنلارې یې معرفي کړي او دغه چارې پر شدیدو او له تاوتریخوالي په ډکو لارو چارو اجرا کوي.

ریچارد بنیټ په خپلو راپورونو کې د طالبانو حکومت د جنسیت پر بنسټ په توپیري چلند هم تورن کړی دی.

خو طالبانو د ښاغلي بنیټ راپورونه په کلکه رد کړي او هغه یې له حقایقو څخه لرې بللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG