د لاس رسي وړ اتصالات

یونسکو: افغانستان یوازینی هیواد دی چې نجونې د ثانوي او لوړو زدکړو اجازه نلري


د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري چارو ادارې ( یونسکو) په تازه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې نجونې او میرمنې پکې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو ته نه پریښودل کیږي.

دې ادارې پخپل تازه راپور کې چارشنبه اګست ۱۴ ( زمري ۲۴) ویلي چې په تیرو دریو کالونو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، ۱.۴ ملیونه افغان نجونې په قصدي توګه له زده کړو محرومې شویدي.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې د طالبانو تر راتګ وروسته په ټول افغانستان کې ابتدائي زده کړو ته لاسرسی په جدي توګه کم شوی او یوازې ۱.۱ ملیون هلکان او نجونې ښوونځیو ته ځي.

د دې ادارې عمومي رئیسې اودري ازولي ویلي چې په نړۍ کې افغانستان یوازینی هیواد دی چې تر ۱۲ کالونو څخه پورته نجونې تعلیم کولو ته نه پریږدي او دا یې هم ویلي چې دا وضعیت باید د ټولو لپاره د اندیښنې وړ وي.

د یونسکو مشرې زیاته کړه، " د تعلیم په حق جوړجاړی نشي کیدی. نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو او میرمنو لپاره بغیر له قید او شرطه د ښوونځیو او پوهنتونو بیرته پرانیستلو لپاره په بشپړه توګه حرکت وکړي".

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسیدل او سره لدې چې ژمنه یې کړې وه د واکمنۍ دویمه دوره به تر لومړۍ توپیر ولري خو په تیرو دریو کالونو کې یې په افغان ولس، او په ځانګړې توګه نجونو او میرمنو یو لړ محدودیتونهن لګولي دي.

طالبانو پدې دورې کې په ټول افغانستان کې د افغان نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې یې پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ته د میرمنو په تګ هم بندیز ولګاوه.

د یونسکو په راپور کې ویل شوي چې یوازې پدې تیرو دریو کالونو کې اوسنیو حاکمانو (طالبانو) په افغانستان کې د پوهنې په برخې کې شل کلن پرمختګ له منځه وړی او د یو بسته نسل راتلونکی په خطر کې دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې همدرانګه ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټول افغانستان کې یوازې ۵.۷ ملیونه نجونې او هلکان لومړنیو ښوونځیو ته تلل پداسې حال چې د طالبانو تر راتګ یوازې دوه کاله وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې ۶.۸ ملیونه هلکانو او نجونو په لومړنیو ښوونځیو کې درس وایه.

یونسکو ویلي چې په لومړنیو ښوونځیو کې د ماشومانو د کموالي دلیل دا دی چې طالبان ښځې ښوونکې نه پریږدي چې هلکانو ته درس ووایي چې له همدې کبله د ښځینه ښوونکو شمیر بیخي ډیر کم شویدی.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په حکومتي اوغیر حکومتي اداروکې هم ښځې له کار څخه منع کړي او په ورځیني ژوند په چارو کې یې پر هغوی بې شمیره محدودیتونه لګولي دي. نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون د مخکنیو شرطونه په توګه ایښي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG