د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري وضعیت نړیوالې ټولنې ته د یوې لوې اندیښنې په توګه پاتې دی


ملګرو ملتونو په تیرو دریو کلنو کې د طالبانو پر حکومت باندې په پرله پسې ډول د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو تورونه لګولي دي.
ملګرو ملتونو په تیرو دریو کلنو کې د طالبانو پر حکومت باندې په پرله پسې ډول د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو تورونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند د طالبانو د حکومت له خوا افغانستان ته د دغې ټولنې د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ په سفر بندیز ته په غبرګون کې ویلي چې دا پریکړه په دغه هیواد کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه نړیوالې ټولنې ته د یوې سترې پاتې اندیښنې یادونه کوي.

سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۱ (زمري ۳۱) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې خبریالانو ته وویل چې د دغې ټولنې د بشري حقونو شورا تائید کړې چې دغې شورا ته په غیر رسمي ډول ویل شوي چې هغه ته به په افغانستان کې هرکلی ونه ویل شي.

سټیفن دوجاریک وویل: "یو شمیر قضیې شته چې په کومو سیمو کې چې پیښې شوي ځانګړي استازي ورته لاس رسی نه درلود، دا د هغوی د راپور د خپرولو مخه ونه نیوله او د راپور ورکولو لپاره یې نورې لارې ولټولې. خو دا یو ښه فرصت دی چې خلکو ته ددې یادونه کوي، چې افغانستان کې بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت زمونږ لپاره او د نړیوالې ټولنې لپاره د لوې اندیښنې په توګه پاتې دی".

هغه وویل چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ افغانستان ته سفرونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ اګست ۲۰ (زمري ۳۰) وویل چې افغانستان ته د ریچارد بنیټ په سفر د بندیز د لګولو علت د ښاغلي بنیټ له خوا د طالبانو د حکومت پرخلاف تبلیغات وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "هغه کوچني مسایل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست". ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ریچارد بنیټ په خبرو طالبان باور نه کوي.

پخپله ریچارد بنیټ د طالبانو د حکومت له خوا افغانستان ته د سفر څخه د منع کولو د پریکړې په اړه ویلي چې په افغانستان کې به د بشري حقونو د سرغړونو او نورو سرغړونو په اړه د مستندو راپورونو ترتیبولو ته دوام ورکړي.

هغه ویلي چې د طالبانو دا پرېکړه د بشري حقونو په اړه له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د ددغې ډلې د تعامل په اړه یوه اندېښمنوونکې نښه ده.

ریچارد بنیټ ویلي چې له طالبانو سره په تعامل کې "شفاف" و او د "وظیفوي د مسئولیت په توګه "یې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړه دې بیرته واخلي او هغه ته دې افغانستان ته د سفر اجازه ورکړي.

ښاغلي بنیټ ویلي چې "زه خپل مسئولیتونه جدي ګڼم... تل په خپلواک ډول عمل کوم. د بشري حقونو د منل شویو معیارونو او تګلارو په اساس مې د واقعیتونو په اړه بې پرې ارزونې وړاندې کړی" او په خپلو کارونو کې یې لوړ او اغیزناک معیارونه په پام کې نیولي دي.

ریچارد بنیټ ویلي دي سره له دې چې طالبانو پرې د کار محدودیت لګولی دی، خو هغه به په افغانستان کې دننه او د باندې له افغانانو سره کار روان ساتي.

ریچارډ بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مۍ په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړی راپور ورکوونکی وګمارل شو. هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او د کابل سربیره یې ځینو نورو ښارونو ته هم تللی دی.

ریچارد بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپورونو د برابرولو ترڅنګ د بشري حقونو د شورا د نورو کارپوهانو سره یوځای ځینې راپورونه او اعلامیې هم ترتیب کړي او د افغانانو د وضعیت اړوند مسائیلو ته یې په کې ځای ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG