د لاس رسي وړ اتصالات

بنیټ طالبانو ته: افغانستان ته د سفر د بندیز سره سره به د افغانانو د حقونو په نقض د مستندو راپورونو جوړول روان ساتم


طالبانو په ریچارډ بنیت افغانستان ته د سفر بندیز لګولی
طالبانو په ریچارډ بنیت افغانستان ته د سفر بندیز لګولی

له هغه وروسته چې طالبانو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په ورتګ بندیز ولګوه، هغه ويلي دي په افغانستان کې به د بشري حقونو د سرغړونو او نورو تېروتنو په اړه د مستندو راپورونو جوړول روان ساتي.

طالبان وايی چې بنیټ به د هغوی د حکومت په ضد «تبلیغات» کول او ځکه یې پر افغانستان بند کړ. خو بنیټ په یوې اعلامیې کې د طالبانو دا کار «شاتګ بللی» دی.

هغه ویلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه د بشري حقونو په اړه له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د تعامل په اړه یوه اندېښمنوونکې نښه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي‌ دي: «هغه کوچني مسائیل راپورته کول او د پروپاګند لپاره یې د مبالغې څخه کاراخیست» او طالبان د هغه په خبرو باور نه کوي.

بنیټ ویلي دي چې له طالبانو سره په تعامل کې «شفاف» و او د «وظیفوي د مسئولیت په توګه یې» په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه مهمه ارزونه وړاندې کړې ده.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړه ختمه کړي او هغه ته افغانستان ته د سفر اجازه ورکړي.

بنیټ ویلي چې «زه خپل مسئولیتونه جدي ګڼم... تل په خپلواک ډول عمل کوم. د بشري حقونو د منل شویو معیارونو او تګلارو په اساس مې د واقعیتونو په اړه بې پرې ارزونې وړاندې کړی» او په خپلو کارونو کې یې لوړ او اغیزناک معیارونه په پام کې نیولي دي.

نوموړي ویلي دي سره له دې چې طالبانو پرې د کار محدودیت لګولی دی، خو هغه به په افغانستان کې دننه او د باندې له افغانانو سره کار روان ساتي.

هغه ویلي دي چې په افغانستان کې به «د بشري حقونو څخه د سرغړونو او نورو تېروتنو په اړه مستند جوړونه روانه ساتي او په دې برخه کې به د پرمختګونو ننګه» کوي.

بنیټ زیاته کړه ده: «د افغانستان خلکو ته ژمن یم او د یو باثباته، همه شمول او پرمختللي‌ افغانستان، چې له ځان او له ګاونډیانو سره په سوله کې وي، حمایت کوم.»

ریچارډ بنیټ د ۲۰۲۲ کال د مۍ په میاشت د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا افغانستان لپاره د ځانګړی راپور ورکوونکی وګمارل شو. هغه د خپل ماموریت په موده کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي او د کابل سربیره یې ځینو نورو ښارونو ته هم تللی دی.

ریچارد بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د راپورونو د برابرولو ترڅنګ د بشري حقونو د شورا د نورو کارپوهانو سره یوځای ځینې راپورونه او اعلامیې هم ترتیب کړي او د افغانانو د وضعیت په اړه یې مسائیلو ته ځای ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG