د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: زموږ اصلي هدف د دونباس د سیمې نیول دي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د پنجشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (سنبله۱۵) وویل چې اصلي هدف یې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس د سیمې نیول دي‌ او د هغه په ادعا د کورسک په سیمې کې د اوکراین د بریدونو ضد عملیاتو د روسیې د ځواکونو لپاره دا کار اسانه کړ.

د روسیې ځواکونو په دې وروستیو کې د دونباس په سیمې کې پرمختګ کړی دی او تېره ورځ یې د اوکراین د لفیف په سیمې کې مرګوني بریدونه وکړل.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او د کیف په نیولو کې چې ناکامه شوه، د اوکراین د ختیځو سیمو نیول یې پیل کړل.

سره له دې چې د اوکراین ځواکونو د کورسک په سیمې کې د روسیې په ځواکونو ناببره بریدونه وکړل، خو پوتین وایي چې د اوکراین دا پرمختګ هم د هغوی د وړاندې تګ مخه ونه شوه نیولاې.

پوتین وویل: «په (کورسک) کې د دښمن هدف دا و چې موږ اندېښمن کړي، تر فشار لاندې مو ونیسي چې د خپلو ځواکونو مخه را وګرځو او په مهمو سیمو کې خپل بریدونه بند کړو، په خاص ډول د دونباس په سیمه کې چې اصلي‌ هدف مو یې ازادي ده.»

د روسیې ولسمشر وویل چې کورسک ته د نورو اوکرایني ځواکونو په استولو سره اوکراین په دونباس کې د مسکو د پرمختګ لپاره لاره پرانیسته.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې ځواکونو یې د کورسک په سیمې کې خپلې مشخصې لیکې ټېنګې کړې دي. زیلینسکي د اونۍ په پیل کې ویلي وو اوکراین چې په کورسک کې کومې سیسمې نیولي، وبه یې ساتي.

هغه ویلي وو چې په کورسک کې د اوکراین اصلي هدف دا و چې روسانو ته وښيي چې د پوتین لپاره کوم یې ډېر ارزښت لري، «د اوکراین د ځمکو نیول او که د خپلو خلکو ساتل».

اوکراین وايي غواړي روسیه عادلانه مذاکراتو ته مجبوره کړي. خو پوتین تل ویلي چې مسکو به له کیف سره هغه وخت خبرې وکړي چې اوکراین د دونتسک، لوګانسک، زارپروژیا او خرسون سیمې روسیې ته وسپاري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG