د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر استعفا وکړه


د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا

د اوکراین د پارلمان رئیس چهارشنبې سپتمبر څلورمه (وږي ۱۴) اعلان وکړ چې په حکومت کې د پراخو بدلونونو په ترڅ کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا خپله استعفا وړاندې کړې ده.

څو نورو وزیرانو له دې یوه ورځ وړاندې استعفا کړې وه. د اوکراین په حکومت کې د اصلاحاتو دا پلان په داسې حال کې عملي کیږي چې پر دغه هېواد باندې د روسیې د یرغل راهیسې شاوخوا دوه نیم کاله تیریږي.

کولیبا چې د روانې جګړې په ترڅ کې د اوکراین د دیپوماسۍ مخکښ بلل کیده، د کابینې ترټولو لوړپوړی غړی دی چې خپله استعفا وړاندې کوي.

د اوکراین د پارلمان رئیس روسلان سټیفانچوک په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې ویلي: "د اوکراین ویرخونا رادا [پارلمان] د بهرنیو چارو د وزیر دمیترو کولیبا د استعفا لیک ترلاسه کړ." او زیاته یې کړه چې پارلمان به ډیر ژر د استعفا غوښتنې ته رایه ورکړي.

کولیبا ۴۳ کلن دی او له ۲۰۲۰ کال راهیسې یې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیره په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له یرغل راهیسې نړۍ ته په خپلو سفرونو کې په مکرر ډول د کیف لپاره د لویدیځ د ملاتړ او پر مسکو باندې د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.

د سه شنبې په ورځ د عدلیې، ستراتیژیکو صنایعو او د چاپیریال ساتنې د چارو وزیرانو په ګډون څو تنو وزیرانو خپلې استعفاوې وړاندې کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG