د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې دغه هېواد ته د ۹۲ امریکايانو پر سفر بندیز ولګاوه


مرکزي مسکو کې ترافیک
مرکزي مسکو کې ترافیک

روسیې چهارشنبې اګست ۲۸ (وږي اوومه) اعلان وکړ چې دغه هېواد ته له سفر څخه د منع شویو امریکايانو په نوملړ کې یې د ۹۲ کسانو نومونه ورزیات کړي دي. په دغو کسانو کې د مشهورو امریکايي رسنیو خبریالان او یو شمېر امریکايي چارواکي شامل دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا بندیز "د بایډن حکومت له لورې 'د مسکو د ستراتیژیکې ماتې ' په ښکاره هدف د روس وېرونې د تګلارې" په ځواب کې پلی شوی دی. د وزارت په بیان کې زیاته شوې: "موږ د متحده ایالاتو اوسنیو چارواکو ته له دښمنۍ ډکو اقداماتو د حتمي ځواب یادونه کوو."

په دغه بیان کې تور پورې شوی چې روسیې ته له سفر څخه منع شوي خبریالان د روسیې او روسي ځواکونو په خلاف د "جعلي خبرونو" په خپرولو کې لاس لري.

د وال سټریټ ژورنال مسئول مدیره ایما ټکر چې په روسیې کې ددغه ورځپاڼې د خبریال ایوان ګرشکویچ د نیول کېدو او محکوم کېدو په قضیه کې یې پر مسکو نیوکې کړې، هم روسیې ته له سفر څخه د منع شویو خبریالانو په لیست کې شامله ده.

د وال سټریټ ژورنال یوه ویاند وویل: "د پوتین رژیم پر ازاد رسنیو او حقایقو باندې پر برید کولو ټینګ ولاړ دی او دغه مسخره لیست هم استثنا نه ده."

د ۲۰۲۳ په مارچ کې، ګرشکویچ د روسیې د فدرالي امنیت خدماتو لخوا د روسیې په یکاترینبورګ کې واشنګټن ته د جاسوسۍ په تور ونیول شو. نوموړی د روان کال د اګست په لومړۍ نېټه له روسیې سره د بندیانو په تاریخي تبادله کې له بنده خوشې شو.

روسيې ته د دغو امريکايانو پر سفر بنديز وروسته له هغه اعلان شو، چې امریکا پر څه باندې ۴۰۰ ادارو باندې د اوکراين سره په جګړه کې د روسيې د ملاتړ په تور نوي بنديزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت تېره جمعه اعلان وکړ چې د اوکراین سره په جګړه کې د مسکو د زور د کمولو لپاره یې په سلګونو هغه اشخاص او شرکتونه چې د روسیې د پوځ ملاتړ کوي، د بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په یو بیان کې ویلي چې پدې بندیزونه کې د روسیې دننه او بهر اشخاص او ادارې په نښه شوي چې "محصولات او خدمات یې روسیې ته د دې توان ورکوي چې خپلې جګړې ته دوام ورکړي او له بندیزونو څخه ځان وژغوري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG