د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین په جرمني کې د امریکا د توغندیو ځای پر ځای کولو ته د ځواب ویلو خبرداری ورکړ


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د سمندري ځواکونو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د سمندري ځواکونو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې که متحده ایالات په جرمني کې اوږد واټن وېشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي، کرملین به یې د "برید کوونکو وسلو" په ځای پر ځای کولو سره ځواب ووايي.

روسیې او متحده ایالاتو دواړو په وروستیو ورځو کې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو ځای پر ځای کولو ته اشاره کړې. په دغو وسلو باندې د سړې جګړې د یو تړون له مخې د تیرو څو لسیزو راهیسې بندیز لګېدلی و.

پوتین د یکشبنې په ورځ جولای ۲۸ (زمري اوومه) د روسیې د سمندري قواو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل: "دا وضعیت د سړې جګړې تاریخ تازه کوي. که امریکا خپل پلان عملي کړ نو موږ هم ځان نور د لنډ او منځني واټن پر توغندیو د پخوانیو یو اړخیزو بندیزونو پابند نه ګڼو او موږ به هم خپل متقابل ګام پورته کړو."

د روسیې دولتي تلویزون د سمندري ځواکونو د ورځې په مناسبت غونډه وښودله چې د چین، ایران، هند او جنوبي افریقا په ګډون د ۳۱ هیوادونو نظامي استازو پکې برخه لرله. په دې مراسمو کې په تور سمندرګي کې د روسیې پوځي بیړۍ، جیټ الوتکې او وسلې نندارې ته وړاندې شوې.

بل خوا جرمني ویلي چې پوتین نشي کولای د خپلو د منځني واټن ویشتونکو اتومي توان لرونکو توغندیو سره برلین و وېروي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سباسشن فیشر د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیې له وړاندې دا ډول توغندي تولید او ځای پر ځای کړي چې د جرمني د وېرې لامل نه کیږي.

متحده ایالاتو هوډ څرګند کړی چې تر ۲۰۲۶ پورې په جرمني کې د اوږد واټن وېشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي. د سپینې ماڼۍ په یو تازه بیان کې د متحده ایالاتو او جرمني چارواکو ویلي، ددغه پلان موخه له شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) سره د امریکا ژمنتیا او په اروپا کې د مشترکې دفاع پیاوړتیا ده.

دا لومړی ځل نه دی چې روسیه خپل پوځي امکانات نندارې ته وړاندې کړي او د لویدیځ په وړاندې د اقدام کولو خبرداری ورکوي.

په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې له یرغل وړاندې د روسیې د دفاع وزارت د خپلو انترکانټنینټل بالستیک توغندیو د ازموینو ویډیوګانې خپرې کړې وې. له هغه راهیسې پوتین په مکرر ډول د اتومي وسلو د کارولو خبرداری هم کړی چې د ناټو چارواکو د نوموړي دغه څرګندونې "خطرناکې او غیرمسئولانه" بللي دي.

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې لویدیځو هېوادونو د اوکراین سره مالي او نظامي مرستې پیل کړي دي. د ناټو غړیو هېوادونو تازه د اوکراین سره د ۴۳ میلیارد ډالرو د نورو مرستو ژمنه هم اعلان کړې ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل: "د ناټو دا مرستې به اوکراین نور هم قوي او توانمند کړي. زموږ د ټولو هڅو، نظامي او بشري مرستو هدف د اوکراین ساتنه او دوام دی."

روسیه په داسې حال کې خپلې پوځي وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي چې د شنونکو په باور، د واشنګټن او مسکو له خوا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو نصبول او ننداره ښايي د وسلو یوه بله سیالي پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG