د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په اوزبیکستان کې د اتومي انرژۍ د تولید دستګاه جوړوي


د روسیې او اوزبیکستان ولسمشران
د روسیې او اوزبیکستان ولسمشران

د اوزبیکستان ولسمشر وایي روسیه پدې هېواد کې د اتومي انرژۍ د تولید یوه کوچنۍ دستګاه جوړوي.

ولسمشر شوکت میرضیایوف دوشنبه مې ۲۷ (جوزا اوومه) له ولادیمیر پوتین سره په ملاقات کې د دغې دستګاه په اړه خبر ورکړ. دا به په منځنۍ اسیا کې د اتومي برېښنا د تولید په برخه کې د خپل ډول لومړۍ دستګاه وي.

که دا پروژه عملي شي، د عالي تکنالوژۍ په مرسته د لوړو محصولاتو په چارو کې به په منځنۍ اسیا کې یو نوي بازار ته د روسیې عالي ظرفیت نندارې ته وړاندې کړي. په داسې حال کې چې لویدیځ په مسکو یو لړ بندیزونه لګولي او تر فشار لندې یې نیولی دی.

میرضیایوف وویل چې تاشکند له مسکو څخه د ګازو او نفتو اخیستلو ته هم لیوال دی. نوموړي اوزبیکستان ته د پوتین سفر تاریخي وباله او ویې ویل چې دا سفر د «هر اړخیزو ستراتېژیکو روابطو» د نوي پیر پیل دی.

دغو دواړو مشرانو د دغې پروژې په اړه نور معلومات ور نه کړل. په مرکزي اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد په غړو هېوادونو کې د اتومي برېښنا د تولید هېڅ دستګاه نه شته. اوزبیکستان او قزافستان د یوریانیمو تولید کوونکي دي او له ډېر پخوا راهېسې وایي چې مخ په ودي اقتصاد يې دا ډول دستګاه ته اړتیا لري.

دغو مشرانو ویلي دي چې د معادنو، فلزو او کیمیاوي موادو د استخراج په برخو کې هم کار وکړي. له دې دومره همکاریو سره سره د اوزبیکستان حکومت په اوکراین باندې د روسیې د برید ننګه نه ده کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG