د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه په برید کې په تاجیکستان کې یو چینایی وژل شوی- سرچېنې


د تاجیکستان یو سرحدي عسکر په خپلي امنیتي پوستې کې.
د تاجیکستان یو سرحدي عسکر په خپلي امنیتي پوستې کې.

سرچېنې وايي چې له افغانستان څخه په یو برید کې د تاجیکستان د شمس الدین شاهین په ولسوالۍ کې یو چینايي وګړی وژل شوی او پنځه تنه نور ژوبل دي.

دوو سرچېنو د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم ۲۸) د ازادۍ راډیو انګلیسي څانګې ته دا خبر تائید کړی، خو د تاجیکستان مقاماتو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرچېنیو په حواله، برید هغو وسله والو کړی چې د افغانستان له سرحد څخه اوښتي وو، خو لا معلومه نه ده چې ایا دا بریدګر د نشه يي توکو په قاچاقو کې دخېل جنایتکاران وو که د اورپکو ډلې غړي.

یوې سرچېنې وویل: «په پنځو زخمیانو کې یې څلور چینایان دي او یو د سیمې اوسېدونکی دی. ټول د شمس الدین شاهین روغتون ته انتقال شوي دي.» راپورونه وايي چې دا چینايي اتباع د تاجیکستان په دغې سیمې کې د سرو زرو کانونه سپړي او کار کوي. دا په تاجیکستان کې لومړی برید دی چې په کې یو چینایی وژل کېږي.

د تاجیکستان د شمس الدین شاهین سیمه له افغانستان سره ګډ سرحد لري چې وخت ناوخت په کې د قاچاقي ډلو او وسله والو ګروپونو غړي تګ راتګ کوي.

سره له دې چې طالبان وايي چې چاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه ناوړه ګټه واخلي، تاجیکستاني چارواکو له تېرو دریو کلونو راهېسې، چې طالبان بیا په افغانستان باندې واکمن شوي، په سرحدي سیمو کې په لوړه کچه احضارات نیولي دي.

تېرکال د اګست په میاشت کې د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې وویل چې په سرحد کې یې د یوې نښتې په مهال د منع کړل شوې اورپکې ډلې (انصارالله) درې غړي ووژل او یو شمېر وسلې یې ونیولې.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې تېره اونۍ د جمعي امنیت خپلواکو هېوادونو سازمان د افغانستان په شاوخوا کې د یو امنیتي کمربند د جوړولو د وړاندیز حمایت وکړ، چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

د ټولیز امنیت خپلواکو هېوادونو سازمان سرمنشي سرګي لبیدیف د پنجشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم ۱۷) په مسکو کې د دغه سازمان په غونډې کې ویلي: «د مشترکو ګټو خپلواکو هېوادونو اجرائيوي کميټې د ډله ییز امینت تړون د سازمان له وړانديز څخه، چې ددې سازمان د اړوندو څانګو د استازو يوه ګډه کاري ډله جوړه شي، ملاتړ وکړ، چې د افغانستان په شاوخوا کې د یو امنیتي کمربند د جوړولو لپاره یوه کډه پراخه طرحه جوړه کړي.»

لیبیدیف هیله څرګنده کړه چې د دې ډلې کار به د «نړیوالو تروریستي سازمانونو، د مخدره توکو او د وسلو د قاچاقو» د فعالیتونو په مهارولو او د غیرقانوني کډوالۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د مشترکو کټو د خپلواکو هیوادونو سازمان په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځته شو او غړي یې روسیه، تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، ارمنستان، اذربایجان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان او مالدووا دي.

د امنیتي کمربند دا وړاندیز هم تاجیکستان کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG