د لاس رسي وړ اتصالات

 
په پاکستان کې په چینایانو وسله وال برید شوی او دوه تنه یې ژوبل شوي

په پاکستان کې په چینایانو وسله وال برید شوی او دوه تنه یې ژوبل شوي


په کراچۍ کې پولیس د هغې فابریکې مخې ته ولاړ دي چې د یو امنیتي ساتونکي په ډزو کې یې دوه چینایان ژوبل شول.
په کراچۍ کې پولیس د هغې فابریکې مخې ته ولاړ دي چې د یو امنیتي ساتونکي په ډزو کې یې دوه چینایان ژوبل شول.

په پاکستان کې چارواکو سه شنبې نومبر پنځمه (لړم ۱۵) وویل چې د کراچۍ په بندري ښار کې په یوه فابریکه کې د یو ځايي امنیتي ساتونکي په ډزو کې دوه چینایي اتباع ژوبل شوي دي. دا په روان کال کې په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو باندې دریم برید دی.

د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیا الحق لنګر وویل چې وروستۍ پېښه په یوه صنعتي سیمه کې شوې ده او په اړه یې پلټنې روانې دي.

د پولیسو چارواکو ویلي چې له چینایي کارګرانو سره "له تود بحث او شخړې" وروسته امنیتي ساتونکي پر هغوی ډزې کړي دي. بهرنیان یو ځایي روغتون ته لیږدول شوي او د یو تن وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې د چینايي اتباعو د خوندیتوب په اړه د اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ په بې ساري توګه ترینګلتیا پیدا شوې ده. چین د پاکستان نږدې متحد ګڼل کیږي او چینايي انجنیران په پاکستان کې د چین د "یو کمربند او یوې لارې" نوښت په زیربنایي او پرمختیایی پروژو کې په کار بوخت دي.

تیره اونۍ په اسلام اباد کې د چین سفیر په یو سیمینار کې، په دغه هیواد کې پر چینايي اتباعو په پرله پسې بریدونو نیوکه وکړه او هغه یې د "نه منلو وړ" او په جنوبي اسیا کې د دوی د پانګونې په وړاندې یو خنډ وباله.

د بیجینګ لپاره دا بې سارې ده چې خپلو اتباعو ته د متوجه امنیتي ګواګونو له کبله په ښکاره اسلام اباد ته خبرداری ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بې ساري غبرګون کې، د چین د سفیر څرګندونې "حیرانونکې" او د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجودو "ډیپلوماتیکو دودونو" سره په ټکر کې وبللې.

تېره میاشت په کراچۍ کې د یو ځانمرګي د موټر بم په چاودنه کې دوه چینايي انجینران ووژل شول او د یو بل چینايي په شمول یو شمېر ځايي امنیتي کارکوونکي ژوبل شول. د "بلوڅانو د ازادۍ پوځ" په نوم بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې د دې برید مسئولیت واخیست.

د روان کال په مارچ کې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې یو ځانمرګي موټر بم پنځه چینايي کارګران ووژل چې په سیمه کې یې د بریښنا بند د جوړولو په پروژه کې کار کاوه.

له دغو بریدونو سره، نږدې یوه لسیزه وړاندې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پیک) پروژې له پیل راهیسې په هیواد کې د وژل شویو چینايي کارګرانو شمیر ۲۱ ته لوړ شوی کړی.

په پاکستان کې د مواصلاتي لارو او زیربنا جوړولو لپاره د سي پیک پروژه د چین د ولسمشر شي جینپینګ د یو کمربند او یو سرک د نړیوال نوښت برخه ده. بیجینګ په وار وار له اسلام اباد څخه غوښتي چې په دغه پروژه کې په کار بوختو چینايي اتباعو امنیت ټینګ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG