د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: په شمالي قطب کې مو د امریکایي بمبار الوتکو د پرواز مخنیوی وکړ


امریکایي بي-۵۲ ایچ بمبارد الوتکې
امریکایي بي-۵۲ ایچ بمبارد الوتکې

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ جولای ۲۱ (سرطان ۳۱) وویل چې جنګي جت الوتکو یې د شمالي قطب د بارینټس بحیرې دپاسه د امریکا د دوو ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو د پرواز مخنیوی کړی دی.

د متحده ایالاتو پوځ په منظم ډول په شمالي قطب کې د نړیوالو اوبو پرسر الوتنې ترسره کوي؛ هغه عملیات چې د دوی په وینا په نړیواله ناپیلې فضا کې چې په هیڅ یو هیواد پورې مربوطه نده، او د نړیوالو قوانینو سره سم ترسره کیږي.

خو مسکو په وروستیو میاشتو کې د متحده ایالاتو دغو تمرینونو ته ډیر په غوسه ځواب ورکړی او د جون په میاشت کې یې خبرداری ورکړی و چې د تورې بحیرې پر سر د امریکا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې د "مستقیم" پوځي نښتې لامل کیږي.

د روسیې د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ددې هیواد جنګي جت الوتکې والوتلې چې د هغه «هوایي هدف» مخه ونیسي چې د روسیې د فدراسیون دولتي پولې ته نژدې کیده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، "د روسیې د جنګي جت الوتکو عملیې ددغه هوایي هدف هویت څرګند کړ چې د امریکا د هوايي ځواک د بي-۵۲ ایچ ستراتیژیکې بمبار الوتکې دي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي، «کله چې روسي جنګي الوتکې ورنژدې شوې امریکايي ستراتیژیکو بمبار الوتکو د خپلې الوتنې لاره بدله کړه، او د روسیې له دولتي پولې څخه په شا شوې.»

د جون په میاشت کې، مسکو متحده ایالات تورن کړل چې د تور سمندر په بې طرفه اوبو کې بې پیلوټه اکتشافي الوتکې کاروي چې د روسیې سره په ضمیمه شوي کریمیا ټاپو وزمه باندې د اوکراین د بریدونو سره مرسته وکړي.

روسیې همداشان ویلي چې دې الوتنو د ناټو او روسیې تر منځ د "مستقیم نښتې" خطر زیات کړی، او پوځ ته یې د هغې په وړاندې د "عملي ځواب" ورکولو لارښوونه کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG