د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په کریمیا د توغندیو له برید وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ


د کرملین ویاند دمتري پسکوف
د کرملین ویاند دمتري پسکوف

روسي مقاماتو په کریمیا کې د توغندیو له برید وروسته، چې څلور تنه په کې ووژل شول، واشنګټن ته د "عواقبو" خبرداری ورکړی او په مسکو کې یې د متحدو ایالتونو سفیره احضار کړې ده.

روسي مقامات ادعا کوي چې کریمیا په امریکایي میزایلو وېشتل شوې ده.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف نن دوشنبه جون ۲۴ (چنګاښ څلورمه) خبریالانو ته وویل، "د متحدو ایالتونو مداخله او مستقیمه مداخله چې له کبله یې د روسیې ولسي خلک ووژل شول، بې مجازاتو نه شي پاتې کېدای او وخت به وښيي چې دا به کوم مجازات وي."

روسي چارواکو تېره ورځ وویل چې په دې برید کې ۸۲ تنه نور ژوبل شوي او روغتون ته انتقال شوي چې ۲۷ یې ماشوما ن دي.

روسي مقامات وايي‌ چې یو توغندی د سیواستپول ښار په ساحلي سیمه کې چې خلک د تفریح او استراحت لپاره ټول شوي وو لګېدلی او چاودېدلی دی. د روسیې د تاز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ۱۴ زخمیانو حالت ښه نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په مسکو کې یې د امریکا استازې لین تریسي د دغه برید په اړه احضاره کړې ده.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې واشنګټن «د کیف له رژیم سره په دغه جنایت کې برابر مسئول دی او دا برید به بې مجازات نه پاتې» کېږي.

روسیه وایي چې د یکشنبې د ورځې برید د امریکا د «ATACMS» په لېري واټن وېشتونکي تکتیکي بالستیکي میزائیل، چې د دوی په خبره خوشه يي کوپړۍ په کې وې، شوی.

ترامریکایي مقاماتو او په مسکو کې د متحدو ایالتونو سفارت لا تر دې دمه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

تېره میاشت د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له بهرنیو خبریالانو سره په ملاقات کې په لویدیځ انتقاد وکړ چې ولې اوکراین ته د لېرې واټن وېشتونکي ‌توغندي ورکړي. روسیه دا د اوکراین په جګړې کې د لویدیځ او متحدو ایالتونو ښکاره مداخله بولي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا له اوکراین څخه جلا او په خپلې خاورې کې شامله کړه. د اوکراین مقامات وايي چې روسیه باید له کریمیا څخه ووځي.‌ د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یارمک وویل: «کریمیا اوکراین دی. روسیه باید له دغه ټاپو څخه ووځي. د هغوی پوځ او پوځي وسایل باید دلته نه وي.»

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د اوکراین په ضد بریدونه پیل کړي دي. د اوکراین مقامات وايي په دغو بریدونو کې تر دې دمه یوازې ۵۵۱ ماشومان وژل شوي‌او ۱۳۹۶ نور ژوبل شوي دي.

لویدیځ او په خاص ډول متحده ایالتونه په دغې جګړې کې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي‌.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG